روزنامه اصلاح

دغازی امان الله خان د شپږمیاشتنی بهرنی سفر لاسته راوړنې او تیروتنې

کله چې د افغانستان آزادی اواستقلال د سلګونو افغان ځوانانو دسرونو په بیه ترلاسه شوه نوپه حماسوی لحاظ دا د افغانستان په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې نیکمرغه ورځ وه ځکه نه یوازې داچې دافغانستان په درواوسردرودآزادۍ لمررا وخوت بلکې دغه غیرتی او میړنی قوم د نړۍ تراستعمارلاندې هېوادونوته وښوده چې دځان تیرېدنې په صورت کې داممکنه ده چې انګریزغوندې یواستعماری او استکباری قوت په ګونډوشی، هغه قوت چې په قلمروکې یې لمرنه ډوبېده ،  انګلیسانودا وخت د ننۍ نړۍ تقریبا زیاتره هېوادونه ترخپل ظالمانه جال لاندې را وستی وو ، که څه هم شاه امان الله خان کله چې آزادی په لاس را وړه نود محمد ولی خان « دروازی» په مشرۍ یې یوبا صلاحیته هیئت د نړۍ هېوادونوته دافغانستان درسمیت پیژندلوپه خاطرولیږه چې له دغه هیئت سره د نړۍ په ټولوهېوادونو کې ډیر ښه چلند وشو، یوازې په انګلیستان کې د بریتانوی هند وایسرآ لارډ کرزن هغه استقبال نکړ ، لنډه داچې له اوږدې مودې وروسته په ۱۹۲۷ کال امیرامان الله خان دبریتانوی هند له لارې د نړۍ د ۱۲ متمدنو هېوادونولکه هند وستان ، مصر،  ایتالیا ، فرانسه ، بلجیم ، سویس ،  جرمنی ،  پولند ، بریتانیا ،  شوروی ، ترکیې او ایران په لور د میرمن ثریا اوددربارد یوشمیرنورو لوړ رتبه اراکینو په ګډون دیوه قوی هیئت په مشرۍ دسفر په نیت ووت ترڅود نړۍ د پرمختللیوهېوادونو تخنیکی مرستې را جلب او په سیاسی ډګر کې دهغوی سلا مشورې واوری. امان الله خان په ختیځو هېوادونو کې د بریتانوی استعمارپه ضد د یوه آزادی غوښتونکی لوی اتل په عنوان استقبال شو، په اروپایې هېوادونو کې د انګلیسانو د استعماری امپراطورۍ د ړنګوونکی او ماتونکی په عنوان د هغه میلمه پالنه وشوه او د جرمنی مطبوعاتو د هغه په اړه زیاتې مقالې خپرې کړې او ده ته یې ۵۴ زره یولس ډزی ټوپک ۱۰۶ میله توپونه ۸ باله الوتکې ۶عرادې تانګونه ۵ زره پوش او ددې وسلو له نورو لازمو تجهیزاتوسره ورکړل د سویس هېواد په (پوستی ) اتحادیې کې د افغانستان په شمولیت غازی امان الله خان ونازاوه او همدارنګه یې دامریکا هغه بلنه چې د (جګړې د تحریم) د لاسلیک په اړه وه ومنله ، په دغه سفر کې امان الله خان د بهرنیو هېوادونو د تجملاتو تردومره اغیز لاندې راغی چې ملکې ثریا په خپل یوه یاداشت کې لیکلی وو ( امان الله خان به ترنیمو شپو اوکله هم ترسهارپورې بیدار وو او ارمان به یې کاوه چې کاشکی زه هم وتوانیږم خپل هېواد د ترقۍ دې پوړیو ته ورسوم خو دریغا کله چې شاه امان الله خان د ۱۹۲۸ په جولای کې داروپایې هېوادونو له سفر څخه را وګرځېد له ځان سره یې دومره ریفورمونه را وړی وو چې افغانی ټولنه یې منلواو قبلولو ته نه وه تیاره. په ۱۹۲۸ کال له ښځو نه د ملاتړ انجمن جوړ شو چې د کابل ښار د ۱۲ مخکښوښځولخوا دغه انجمن اداره ترسره کېده همدارنګه د باغ علی مردان په سیمه دښځو د تدبیر منزل لپاره یو داسې ښوونځی جوړ شو چې د جرمنیانو اوترکانو لخوا یې تدریسی چارې پر مخ وړل کېدې، هغه غو ښتل چې ښځې خپلې چادرۍ لیرې کړی او نارینه یوبل ته د شپوخولۍ په واسطه سلام ورکړی. د جمعې د ورځې رخصتی یې ۵ شنبې ورځې ته را وسته او ترټولو لویه تیروتنه یې داوه چې افغانی نجونې یې د طبی زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولیږلې چې هغه بیرته را وستل شوې ، په نتیجه کې د هېواد په هره برخه کې په غیر مستقیم ډول د انګلیسی اجنټانو لخوا د امیر امان الله خان په ضد پروپاګند پیل شول اوپه دې توګه د هغه طلایې دوره دهغه افراطی تګلارې قربانی شوه. په لیرې پرتو سیمو کې به ډیری ساده کسانو دا خبره کوله چې اروپایانو امیرامان الله بدل کړی دی، زموږ پخوانی امان الله خان یې ګرځولی او د هغه په ځای یې بل داسې څوک را استولی چې زموږ ارزښتونو ته درناوی نلری. ترټولومهم دا، کله چې د هغه په وړاندې د هېواد په هره برخه کې وسله وال بغاوتونه پیل شول او ورځ د بلې په پرتله قوی کېدل ،  امان الله خان داهرڅه ټول د سرپه سترګو لیدل او په غوږو یې اوریدل خولاس ، پښې او اراده یې کمزورې شوې وه  دا ډلې دکابل دروازو ته رانیږدې شوې ، له ده څخه  قومانده وغوښتل شوه خو ویې ویل : چې زه هیڅکله هم د خپل هېواد والو د وژلو قومانده نه ورکوم او په دې توګه یې د قندهار په لورپښې سپکې کړې ، کابل د حبیب الله خان کلکانی په لاس کې ولوید ، داچې ولې ؟ دلته ډیرقوی استخباراتی حرکتونه تر سره شول چې اوس تاریخونو را برسیره کړی دی، انګریزانو دامان الله خان د سقوط په اړه د پردې ترشاه ډیرقوی لاس درلود اودداسې کسانو په ذریعه یې د اړدوړلارښوونه اوملاتړکاوه چې دعام ولس ترمنځ یې مذهبی رسوخیت او محبوبیت درلود، انګریزانو له هرطلسم نه کار واخیست او کله یې چې له صحنې څخه د امان الله خان په ایستلو بریالی شول نو یې د حبیب الله کلکانی لیرې کولو ته هم لیچې را ونغښتې، د هېواد په سهیل کې یې د خپلوعمالو په واسطه دملی نجات پیل شویوغورځنګونو ته د امان الله خان د بیرته را وستل کېدو وعدې ورکړې او په دې توګه هغوی په ټول قوت خپل سرونه قربانی کړل، خو له بریالیتوب وروسته دامان الله خان پوښتنه هم چا ونکړه .

د تبصرې په وروستیو کې دغه څو ټکو ته اشاره کوو چې « د هیچا کړنې د ویښو ملتو له نظره پټې نه پاتیږی او ضرور به ددوی په کړنو سالم او عادلانه قضاوت ددوی لمسیان او کړوسیانو ته پاتیږی»  ددغه ملک دسیاسی او نظامی نجات اود اقتصادی ثبات او پرمختګ لپاره غازی امان لله خان د نجات فرشته ؤ ځکه دده جوړشوی پلانونه د پرمختګ ترقۍ اوسوکالۍ هغه پیلامه وه چې اوس اوس یې افغانان په مانا پوهیږی خوکاشکی چې په استخباراتی لحاظ پخوانی مکار دښمن دومره قوی ؤ چې هغه ته یې په انګریزی طلسم خپلې (چمبړې) په خوله کې ورکړې اودده پلانونه یې ورنیم خوا کړل

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید