روزنامه اصلاح

دعامې روغتیا وزارت دټولیز روغتیایی پوښښ نړیواله ورځ ولمانځله

دعامې روغتیا وزارت دژمنې دتداوم او ادامې  تر شعار لاندې دټولیز روغتیایی پوښښ  نړیواله ورځ ولمانځله

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، دعامې روغتیا وزارت دپالیسی او پلان معینې دیوې صمد، ددغې ورځې نمانځنه دټولیز روغتیایی پوښښ لپاره دعدالت غوښتنې په لاره کې یومهم ګام وباله او ویې ویل: ټولیز روغتیایی پوښښ په کیفت سره روغتیایی خدمتونوته دخلکو دلاسرسی  لپاره یوه ژمنه ده.

دهغې دڅرګندونو له مخې ، تر ٢٠٣٠  کال پورې اساسی  موخه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دټولیز روغتیایی پوښښ لپاره دی.

هغې زیاته کړه دعامې روغتیا وزارت روغتیایی خدمتونو ته دخلکو دلاسرسى دکچې په زیاتوالی ژمن دى، په هرو سلو زرو ژوندیو زیږونونوکې له ١۵٠ څخه، ٣۵ سلنې ته دنویو زیږېدلو ماشومانو دمړینې کمښت، په هروسلو زروکې له  ١۶٠٠ څخه ۶۶٠ته دمیندو دمړینې کمښت او له  ٩ څخه  ٩٠ سلنې ته روغتیایی خدمتونو ته دخلکو دلاسرسی دکچې زیاتوالى ددې وزارت دمهمو لاس ته راوړنو له جملې  څخه دی. دکور دایت ددفتر استازی جاپ وان هیردن، دټولیز روغتیایی  پوښښ نړیواله ورځ روغتیایی خدمتونو ته دخلکو دلاسرسی دکچې دزیاتوالی لپاره یوفرصت وباله او دنړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې له ټاکلو موخو سره سم دې دټولیز روغتیایی پوښښ په لاره کې ژمن واوسی.

ددسمبر  ١٢ دروغتیا دنړیوال سازمان له لوری دټولیز روغتیایی پوښښ دنړیوالې ورځې په نامه نومول شوې ده او دغه ورځ کال په کال دنړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږی .

ممکن است شما دوست داشته باشید