روزنامه اصلاح

دعامه کتابتونونود جوړېدو سلمه کالیزه ونمانځل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو د جوړېدو سلمه کالیزه ونمانځله.
د باختراژانس خبریال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهرزهیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوشمېر مسوولینو او رییسانو او یوشمېر فرهنګی شخصیتونو په ګډون جوړه شوه، په پیل کې د عامه کتابتونونو رییس حمید الله شهرانی د عامه کتابتونونو د لرغونتیا په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې عامه کتابتون د مناسب ځاى او امکاناتو د نه لرلو په خاطر نه شی کولاى مینه والو ته معیاری خدمتونه وړاندې کړی.
د عامه کتابتونونو رییس د ملی کتابتون د نوى ودانۍ د طرحې په اړه چې د یو ملی کتابتون په ښو معیارونو سره سمبال وی په تصویری ډول معلومات ورکړل او د دغې طرحې د تحقق په خاطر یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر په خپلو خبروکې د عامه کتابتون د تاسیس د سلمې کالیزې په مناسبت د افغانستان فرهنګیانو او خلکوته مبارکی وویله او په افغانستان کې د عامه کتابتون د تاسیس په اړه یې معلومات ورکړل.
هغه وویل : له هغه وروسته چې په ١٢٩٨لمریز کال کې د هېواد خپلواکی ترلاسه شوه، شاه امان الله خان په ١٢٩٩کال کې د خپل شخصی کتابتون له کتابونو په استفادې اوله خپلو دوستانو څخه د کتابونو په راټولولو سره په لومړى ځل په ارګ کې ملی کتابتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: دغه راز د امان الله خان په دوره کې پراخ فرهنګی فعالیتونه پیل شول.
هغه زیاته کړه: موږ معیاری کتابتون نه لرو او معیاری ملی کتابتون او دغه راز په دې لاره کې بنسټیز بدلون ته اړتیا لرو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه که چېرې موږ په هېواد کې پرمختګ او بدلون غواړو باید کتاب مطالعه کړو او کتاب ته رجوع وکړو.
هغه د کتابتونونو، کتاب لوستلو او د فرهنګی فضا رواجولوته اشاره وکړه اود کتابتونونو چارو د تنظیم د مقررې په اړه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چمتو کړې ده او لیکوالانو او خپرونکو ته زیاتې اسانتیاوې لری معلومات ورکړل.
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د هېواد له جمهوررییس څخه وغوښتل چې په هېواد کې د ملی کتابتون د جوړولو د طرحې د تحقق په برخه کې همکاری وکړی.
په دې غونډه کې استاد پرتونادری او استاد نجیب منلی هغو زیانونوته چې جګړو اوتېرو پېښو فرهنګی برخې په تېره بیا عامه کتابتون ته اړولی دی اشاره وکړه.
هغوى کتابتونونواو د کتاب لوستلوته پاملرنه په هېوادکې د فرهنګی کار له لومړیتوبونو څخه وبلله او د کتابتونونو او کتاب لوستلو د پراختیا په موخه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د حکومت د رهبرى پاملرنه وغوښته.

ممکن است شما دوست داشته باشید