روزنامه اصلاح

دسولې لپاره د ولسمشر نوې طرحې، افغانان ډاډمن کړی دی

داچې د سولې لپاره د ولسمشرمحمد اشرف غنی نوې طرحه په هېواد کې د رښتینې سولې ضمانت کوی ٬ عام ولس یې ترلوړه بریده ډاډمن کړی دی ٬ ځکه ولسمشرپه خپل یوه بیان کې ویلی دی چې موږ به په افغانستان کې د جګړې د لاملونو پرارزونه اوپیژندنه لا زیات کاروکړو٬ ترڅوسوله پر واقعیت بدله شی هغه دا خبرې د آمریکا د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت له مسؤلینو سره د لیدنې کتنې په مهال کړې دی.

 ښاغلی ولسمشرله طالبانو سره د ادغام د لارو ٬ یولړلومړیتوبونوته ٬ په اشارې سره وویل : ترهرڅه لومړی باید په ولسوالیو کې د شخړواو لانجو د را ټیټولولپاره کاروشی ځکه په افغانستان کې سوله ٬ په نړۍ کې سوله ده.

په رښتیا هم چې په دنیا کې به هیڅ داسې هېواد ٬ نه وی ٬ چې له سولې سره مخالفت ولری ٬ سوله ډیره خوږه کلمه ده او الله(ج) په خپل کلام کې (وصلح خیر) ویلی مانا داچې په خپلوکې لانجې مه کوئ ٬ سوله وکړئ ٬  چې په سوله کې ستاسې لپاره خیراو برکت پروت دی ٬ هغه څوک چې عمداً د سولې په وړاندې خنډ واقع کیږی ښایی انسانی خصلت یې ترپوښتنې لاندې وی ٬ دا تریخ حقیقت اوس ټولوهېوادوا لواو نړیوالوته څرګند دی چې په افغانستان کې د ملی وحدت د تضمین لپاره له واقعی سولې پرته هیڅ کومه بله لاره نشته اوسوله ده چې په ملک کې د ملی ثبات په رڼا کې دعام ولس ترمنځ ورور ولی او په حکومتی کچه ملی حاکمیت ته لاره آواروی ٬  تیرې څلویښت کلنې غمیزې وښوده ٬ چې په دغه ملک کې په یوازې سرکوم قوم اویا هم د نظامی کودتاګانوله لارې کوم ګوند اویا هم دبهرنیانودانتصاب له لارې کوم شخص په دې نه دی توانېدلی چې قانونیت اوعدالت په دغه ملک کې تامین کړی ٬ په تکرارسره په لنډوټکووایوچې دتیرې څلویښت کلنې غمیزې په ترڅ کې دملیونوانسانانو د وینوپه تویولوسره هیچا بریالیتوب په لاس را نه ووړ ٬ همدا اوس هم د وینو تویولو دا په غم ککړه لړۍ په درز پرمخ روانه ده اوهره ورځ د هېواد په بیلا بیلو برخوکې دچاودنواوانفرادی وژنولړۍ ورځ د بلې په پرتله چټکه کیږی.

موږ د کودتا ګانو له لارې را منځ ته شوی حکومتونه ولیدل چې په عام ولس د ظلم زیاتی اوتیری له امله په غوڅه توګه له ناکامۍ او ماتې سره مخ شول ٬ دبهرنیانوپه مرسته تر(قومی)  پوششونولاندې جوړشوی حکومتونه موهم ولیدل چې دخپل اقتدارد تداوم لپاره یې د بې شمیره بیګناه انسانانود سرونو قربانی وا خیستې خوهیڅ  کومه نتیجه یې ورنکړه ٬ داچې ترکومه به دیوه نامعلوم او نا پاک هدف لپاره ورور وژنې ته ادامه ورکوو٬ دا هم نه ده معلومه ٬  تجربو ښودلې ده چې په افغانی ټولنه کې د کودتا ګانو او قومی جوړښتونو له لارې را منځ ته شوی حکومتونو د وژنو٬ بربادیو٬ بدبختیو٬ تعصبونو٬ تبعیضونوپرته بل څه په ارمغان نه دی راوړی ٬ خو اصله خبره داده چې عام افغانان نورله جګړوسخت ستړی شوی ٬ سولې ته سترګې په لارې دی ٬ سوله غواړی او ملاتړ ترې کوی ٬  حتمی ده چې په افغانستان کې به سوله را منځ ته کیږی اودغه هېواد به په ملی ٬ سیاسی ٬ اقتصادی او نظامی لحاظ که څوک وغواړی یا نه ٬ حتمی جوړیږی ٬ خیرکه اوس عام ولس ځوریږی په تیارو پسې رڼا حتمی ده ٬ انشا الله افغانان او نړیوال به ټول له دې غمیزې خلاص شی ٬ دنړیوالو خبره موځکه وکړه چې په افغانستان کې له نا امنیو نه یوازې افغانانوکړیږی بلکې نړیوالوته یې هم زیانونه ورپیښ کړی دی ٬ د روانې شمسی پیړۍ په اتمه لسیزه کې کله چې ختیځ او لودیځ دواړوآبرقدرتونوافغانان  یوازې اوپه انزوا کې پریښودل نو داسبب شوه چې په دغه ملک کې داسې خپل سری تحریکونه را منځ ته شی چې ټوله نړۍ او په تیره بیا آمریکا په چیغو راولی ٬ نړیوال بیرته مجبورشول چې د ناټو د غړو هېوادو په تشکیل کې  په افغانستان را وګرځی ځکه افغانستان داسې هېواد دی چې که څوک ورسره چل وکړی نوحتمی به پخپله په لانجه کې راښکیل کیږی ٬ دخپل منځی جګړوپه مهال نړیوالوافغان یوازې پریښودل آن د ځینوهېوادونو سفارتی اړیکې هم وشکېدې او داسې وښودل شوه چې ګویا افغانستان نورد نړۍ په جغرافیا د فزیکی موجودیت با وجود له سیاسی موجودیت څخه بې برخې دی ٬ نه ښه داده چې له افغانستان سره د نړۍ ټول هېوادونه د متقابلوحسنه روابطو په بنا اړیکې ولری له افغانستان سره د سیاسی او نظامی مقابلې په ډګرکې هیچا بری نه دی خپل کړی ٬ انګلیسانو د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې له سیاسی چل او نیرنګ څخه کار واخیست او افغانان یې په قومونو وویشل او ددوی ترمنځ یې تفرقې را منځ ته کړې او په ځینو قومونو پسې یې په نسبی لحاظ ناروا تبلیغات وکړل خو کومه داسې نتیجه یې ترلاسه نکړه چې هغه د انګلیسانو په ګټه دنړیوالو په تائید په سیاسی تاریخونو کې سجل شی ځکه برعکس دانګلیسانودزور او شدت له امله د انګریزانو هغه امپراطوری چې په قلمرو کې یې لمر نه ډوبېده دړې وړې او د لومړی ځل لپاره دغه ناروا تیری کوونکی په افغانستان کې له ماتې سره مخ او په ګونډوشول ٬ جالبه داده چې د قومی تضادونو بنسټ انګریزانو په افغانستان کې کښیود اوروسانوپه عمل کې پیاده کړ٬ دا ټول ددې سبب شول چې په افغانستان کې جګړه اوږده اوپرلپسې ناآرامۍ را منځ ته شی ٬ روسان پوهېدل چې ددغه فورمول په عملی کولو سره د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې ملی کړکیچونه او سرخوږی را منځ ته کولای شی ٬ خوله دې ناخبره ؤ چې په افغانستان کې نا امنی په نړیوالونا امنیوهم بدلېدای شی.

تیر په هیر! اوس هم سروخت دی چې نړیوال لاسونه سره یوکړی او په افغانستان کې دیوه ډاډمن امنیت د تامین لپاره د سولې پروسه ګړندۍ کړی ٬ په افغانستان کې له سولې پرته نړیوال هم بله چاره نلری دا ځل نړیوال باید د بن د غونډې په شان هغه تیروتنه تکرارنکړی چې تر اوسه په افغانستان اونړۍ کې د لانجې سبب ده اود زرګونوکسانود سرپه بیه تمامه شوه ٬ نړیوال اوافغانان دواړه ورسره سرګردانه دی ٬ موږ ولیدل چې څنګه د بن له غونډې یوکال وروسته په افغانستان کې د طالبانوتحریک را ژوندئ او نظامی تحرکات یې را پیل شول که چیرې نړیوالو هماغه وخت هوښیاری کړې وای اوزموږ د هېواد ټولې متخاصمې ډلې یې تریوه متحد ٬ سیاسی ٬ نظامی او اجتماعی چترلاندې راغونډې کړې وای یود بل خبرې اونظریات یې اورېدلی وای ولې به اوس ټوله نړۍ له افغانانو سره سرګردانه او لالهانده اوپه غم ککړه وه .

 د خپلو خبرو په وروستیو کې دغه ټکی ته یو ځل بیا اشاره کوو چې اوس هم لیرې نه ده چې د سولې بهیرپه افغانستان کې ګړندی شی اوذیدخلې ملی اونړیوالې غاړې دچل اوفریب یا  د یوبل د تیرایستلو له سیاست څخه لاس په سرشی چې دا ترخه تجربه ده چې نه یوازې د افغانانو په ضرر ده  ٬ بلکې دنړیوالو لپاره هم سرخوږی ده .

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید