روزنامه اصلاح

دسولې او پراختیا تر شعار لاندې د ورزش نړیواله ورځ ونمانځل شوه

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معین ډاکتر کمال سادات، سوله دافغانانو لپاره یوه جدی اړتیا وبلله او له ورزشکارانو څخه یې وغوښتل چې دلوبو دترسره کولو سره دې دسولې پیغام خلکو ته ورسوی .

دځوانانو دچارو دخپرونو امریت باختر اژانس ته خبرورکړ، دوری دمیاشتې اتلسمه دورزش نړیواله ورځ  دسولې او پراختیا تر شعار لاندې ددولتی مقاماتو ملی او نړیوالو ورزشکارانو او دیوشمیر ځوانانو په ګډون دجمعې په ورځ دځوانانو دچارودمعینیت له خوا  ونمانځل شوه .

دملګروملتو دسازمان عمومی ټولنې په  ٢٠١٣میلادی کال کې دوری دمیاشتې اتلسمه دسولې اوپراختیا لپاره دورزش دنړیوالې ورځې په توګه اعلام کړه چې له دې لارې دورزش په ښه والی دانسانانو په روغتیا، دسالم ژوندانه دلارو چاروپه برابرولو او دنړیوالې سولې دټینګښت په کار کې  دورزش په رول باندې ټینګار وکړ .

ډاکتر سادات دسولې دفرهنګ په رواجولو کې دورزش درول په باب خبرې وکړې او ویې ویل، ورزش باید دټولنیز سمون او دانسانانو دځواکمنی او دځوانانو د جنسیتی برابری  په کار کې دیوې وسیلې په توګه وی .

له بلې خوا هم دالمپیک دملی کمیټې د موی تاى دملی فدراسیون مرستیال جمیل محمدی په دې غونډه کې دځوانانو دچارو معینیت  دنوښت له امله دمننې او خوښی په څرګندولو سره زیاته کړه چې هیڅ څیز دورزش په شان قادر نه دى چې نارینه اوښځې له بیلابیلو فرهنګونو څخه راټول کړی او په ګډو ارزښتونو، عادلانه لوبې، متقابل درناوی او دډله ئیز کار روحیه پیداکوی .

ده څرګنده کړه چې ورزش دسالمې ټولنې بنسټ دى . هغه ټولنه چې په خپله او دځان په دننه کې دسوکالى احساس کوی او په عین حال کې په تنوع متحد دى او دبشر دحقوقو او دانسانی کرامت دبرابرۍ داصل پربنسټ  فعالیت کوی . داپه داسې حال کې ده چې دځوانانودچارو معینیت دټولو ځوانانو ترمنځ دهمغږى او دسولې او ارامۍ دفضا دبرابرولو په مقصد په بیلابیلو برخو کې سترې ملی برنامې عملی کوی .

ممکن است شما دوست داشته باشید