روزنامه اصلاح

دسرطان دناروغى په باب دپوهاوی ورکولو پروګرام جوړ شو

دسرطان  دناروغۍ پرخلاف دمبارزې بنسټ داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارى دسرطان د ډولونو په باب ددغه وزارت دکارکوونکو لپاره دپوهاوی ورکولو پروګرام جوړ کړ .

دغه پروګرام په داسې حال کې جوړېږی چې دنړۍ دروغتیایی سازمان داټکل پربنسټ په افغانستان کې په کال کې کابو  ١٧٠٠ تنه ښځې دسرطان په ناروغیو داخته کیدو له امله  له منځه ځی .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، دترلاسه شویو رپوټونوله مخې، تراوسه پورې په نړۍ کې دسرطان څه دپاسه سل ډوله ناروغى  پیژندلې شوې دی خو په افغانستان کې دسرطان په ناروغی اخته کسان زیاتره دمعدې، مرې، ځګر، خولې، وینې، رحم، پوټکى  او دمثانې له ناروغی څخه ځورېږی.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالی، اداری او ګرځندوى معینې پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوی دموضوع  په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې دپوهاوی ورکول داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دکار اساسی برخه ده .

دې زیاته کړه زه د هېواد د زده کړې خاوندو او پیژندل شویو ښځو له جملې څخه یم او ددې شاهده یم چې زیاتره ښځې دسرطان په ناروغى اخته وی  .

دې دغه راز وویل  که چیرې هغوى یو څه پوهاوی هم لرلې مخکې له مخکې یې ځان وقایه کاوو .

مصطفوی له رسنیوڅخه وغوښتل چې په دغې ناروغى دخلکو دپوهاوی په برخه کې پاملرنه وکړی .

د سرطان  دناروغى پرخلاف دمبارزې دبنسټ اجراییه رییس پوهنیار ډاکتر جاوید صافی ددغې ناروغى په باره کې توضیحات ورکړل او ویې ویل چې دنړۍ دروغتیایی سازمان داټکل پربنسټ زموږ په هېواد کې کال په کال څه ناڅه   ٣۵٠٠ تنه ښځې د تیونو په سرطان اخته کېږی چې له دې جملې څخه  ١٧٠٠ تنه یې له منځه ځی .

ده زیاته کړه چې دسرطان په ناروغى پوهاوى او ددغې ناروغى مخنیوى اسانه او ارزانه لاره ده که چیرې ټول سرطانونه په خپل وخت تشخیص شی دعلاج او درملنې وړ دی .

په افغانستان کې دمعدې، مړې ، وینې، پوټکی، مثانې، رحم، تیونو او نورو  سرطانونه شتون لری .

ده څرګنده کړه په تیره بیا هغه کورنى چې یو غړى یې دتیونو په سرطان اخته و، اویا له منځه تللى دى باید په ځانګړی توګه له پنځه څلویښت کلنى وروسته هرو مرو کال په کال عمومی معاینه ترسره کړی .

ډاکتر صافی وویل ټول سرطانونه دعلاج او درملنې وړ دی خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې په پرمختللو پړاونو کې تشخیصیږی  چې نه تداوی کېږی او که تداوی شی ګرانه تمامېږی .

دسګرتو، الکولو اوګاز لرونکو مشروباتومخنیوى او په منظم ډول ورزش کولاى شی خلک له دغې ناروغى څخه وژغوری .

دغه راز په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت روغتیایی سلاکار ډاکتر رشاد طارق هم خبرې وکړې

ممکن است شما دوست داشته باشید