روزنامه اصلاح

دریو میاشتو کې شاوخوا دوه سوه زره افغانان بې ځایه شوی

تیر ۲۰۱۸ میلادی کال کې د جګړو او وچکالۍ له امله شاوخوا اوه سوه زره خلک له خپلو کورونو نورو سیمو ته کډه کړې وه.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وایی، د روان ۲۰۱۹ میلادې کال له پیل څخه نن د مارچ د میاشتې تر ۲۳ مې ورځې پورې د جنګ، ناامنۍ او سیلابونو له امله تر دوو سوو زرو پورې افغانان دننه په خپل هیواد کې له خپلو مینو بې ځایه شوی.

د دغه وزارت ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا تلویزیون سره  په مرکه کې وویل، چې د دغو بې ځایه شوو زیات شمیر یې د وروستیو سیلابونو له امله خپلو مینو پریښودلو ته اړه شوی دی.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تیر ۲۰۱۸ میلادی کال کې په افغانستان کې اوه سوه زره افغانان بې ځایه شوی وو، چې نیمایی یې د وچکالۍ له امله له خپلو سیمو څخه نورو سیمو ته کډه شوی وو.

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” د تیرې اونۍ د راپور له مخې وروستیو سیلابونو په ۱۴ ولایتونو کې خلکو ته د ځانی زیان د اړولو سربیره یو سل دوویشت زرو کسانو ته مالی زیان هم اړولی دی.

اوچا” ویلی، چې په روانه میاشت کې سیلابونو د فراه، کندهار، هلمند ، کونړ، ننګرهار، او زابل په ولایتونو کې خلکو ته زیات زیان اړولی دی.

په فراه کې د دغو سیلابونو له امله دوه پنځوس زره کسان، کندهار کې دوه دیرش زره ۷۵۰ تنه او هلمند کې اتلس زره ۳۴۰ تنه زیانمن شوی دی.

اوچا” وایی، چې د فراه، کندهار، هلمند، هرات، کاپیسا، پروان، زابل او کابل په ولایتونو کې سیلابونو دولس زره او څلور سوه یوڅلویښت کورونه ویجاړ کړی، چې یوازې اوه زره او ۵۶۷ یې په فراه او کندهار په ولایتونو کې ویجاړ شوی دی.

اوچا” د رپوټونو پر اساس ویلی، چې په دغو دوو ولایتونو کې سیلابونو یوسل او څلویښت ښوونځی هم ویجاړ کړی دی.

همداشان تیره اونۍ د هرات په ولایت کې هم سیلابونه راوتلی وو، چې له امله یې دیارلس تنه وژل شوی وو.

تراوسه لا په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د پیښ شوی مالی زیان په باب راپور نه دی خپور شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید