روزنامه اصلاح

دجګړی د پای‌ته رسولو یواځنی لاره په افغانستان کی خبری او تفاهم دی

په افغانستان کې دسولې دبهیر دګړندی کولو په خاطر  هم په ملی  او هم دسیمې په کچه او هم  دنړیوالې ټولنې له خوا هڅې دوام لری  او دغه هڅې په ډاګه کوی  چې په افغانستان کې دجګړې او تاوتریخوالی دپاى ته رسولو یواځنى لاره خبرې  او تفاهم دی .

دباختراژانس سیاسی مفسر لیکی ،  سوله دافغانستان دخلکو لپاره  حیاتی کار دى ، هغه خلک چې په لسګونو  کلونه کېږی   چې دجګړې او دهغې له امله  درامنځته شوی بحران  دروند پیټى په اوږو اخلی . او د سوله ییزې سبا په هیله  حاضر دی هغه څه چې په تیرو وختونوکې په هر نامه  ددغوخلکو پرخلاف ترسره شوی دی  ټول په تیرکې ښخ کړی . خو هیڅکله  ددې هیله نه لری  چې ددوى ملی ګټې په شخصی محور کې دهغو تفاهماتو قربانی شی  چې بیا هم خلکو ته  سرخوږى دى .

په هر صورت دلته او هلته په افغانستان کې دسولې لپاره دغونډو جوړیدل او سیاسی پیښې  ښیی  چې دافغانستان شخړه نور دجګړې له لارې  دبریالیتوب لاره  نه وهی .  بلکې دسیمې او نړى په کچه  دخلکو د وضعیت متقابل درک خبرې او مفاهمه  کولاى شی  په افغانستان کې دتاوتریخوالی او تقابل پیچلی غوټه  پرانیزی .

څومره چې په افغانستان کې دجګړې اړخونه پیچلی  شوی دی په هماغه اندازه له ستونزو څخه  دتیریدو دواټ  دسولې لرلیدونه  پراخ دی . کله داسې کېږی  چې له  سختو لارو او خنډونو څخه  تیرشو چې دسولې په خبرو کې بدګومانی پیدا نه شی .

کلونه کلونه کېږی چې په افغانستان کې جګړه  دوام لری . په افغانستان کې جګړه  یواځې  سیمه ییز اړخ نه لری بلکې دهغې په بهرنیو اړخونو هم تمرکز وکړو . دښمن باید په بېلابېلو  رنګونو جامو کې وپیژنواو دهر یوه په باب مشخص  تعریف ولرو . زیاتره سیاسی کارپوهان او دنظر خاوندان  ټینګارکوی چې ددښمن پیژندنه او دهغه مشخص تعریف  وړاندې شی .

دسولې بهیر  ګړندی کړو په دې مانا چې په هېواد او سیمه کې دجګړې او تاوتریخوالی عوامل  وپیژنو او وروسته  دهغو دبهرنیو عواملو دپیژندنې په لټه کې شو .

له همدې امله  دغه هدف ته درسیدل  فکر کېږی  چې ګام په ګام  ترسره شی . په لومړی ګام کې دځینو ستونزو حل په دننه کې  ولټوو . او پرې نه ږدو چې هغوى په افغانستان کې دسولې ځان غوښتونکی محور یرغمل کړی .او دملی ګټو په معادله کې شخصی  ګروهی او قومی  ګټې په پام کې ونیسی . په سیمه او له سیمې څخه بهر هم د ډار اچوونکو ملاتړی  مشخص دی .

په دغه حقیقت  سترګې پټول کیدای شی  د ډار اچونې پرخلاف  جګړه کې  سترګې پټول وشمیرل شی .

افغانستان او نړیواله ټولنه کولاى شی  دسیمې او له سیمې څخه بهر  داوسنی حالت  په دقیق درک سره په سیمه  او له سیمې څخه بهر  د ډار اچوونکو  ارتباطی پل  ونړوی . په دې صورت کې دى  چې کیدای شی په افغانستان او سیمه کې  سوله تامین شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید