روزنامه اصلاح

دجام دڅلی دترمیمولو په خاطر یو هیئت دغور ولایت ته ځی

ټاکل شوې ده دجام دڅلی دڅیړنې او ترمیمولو په خاطر یو هیئت په نږدې راتلونکې کې غور ته لاړ شی .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، په دې برخه کې یوه ناسته پرون داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر دمعین پوهاند محمد رسول باوری په مشرى او داړوندو بنسټونو داستاز و په شتون جوړه شوه .

په دې ناسته کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معین وویل چې دهېواد دفرهنګی میراثونو او دتاریخی آبداتو ساتنه یواځې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده نه ده او باید  ټول خلک دتاریخی آبداتو په ساتنه کې هڅه او هاند وکړی .

هغه وویل:هغه معلومات چې له پخوا څخه دجام دڅلی دحالت په اړوند دهیئت په واک کې شته، له هغو نویو معلوماتو سره چې دجام دڅلی دکتنې په وخت کې به ترلاسه شی یو ځاى شی او په پایله کې به دهغه په ترمیمولو اقدام وکړو.

هغه ټینګار وکړ چې دغه هیئت باید دهغو پیښو دمخنیوی لپاره چې کېدای شی په راتلونکې کې دجام څلې  وګواښوی، یو مشخص تدابیری پروګرام جوړ کړی او مرکز ته یې راوړی .

دغه راز دغونډې برخه والو هم په دې باب خپلې نظریې او وړاندیزونه څرګند کړل .

ممکن است شما دوست داشته باشید