روزنامه اصلاح

دتوپدرې داستوپې دلرغونې ساحې دکېندنو او بیا رغاونې کار پیل شو

دپروان ولایت دتوپدرې یا استوپې  دلرغونې ساحې دکېندنو او بیا رغاونې ددرې یمې دورې کار پیل شو .

دباختراژانس دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دې ساحه کې جوړه شوې وه دپروان  والی فضل الدین عیار دتوپدرې دلرغونې ساحې دکېندنو اوبیا رغاونې ددویم پړاو دکار دپیل کیدو له امله مبارکی وویله او دهېواد دتاریخی ځایونو دبیا احیا کولو او رغاونې  په لاره کې  یې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفعالیتونو او هڅو له امله قدردانی وکړه او ویې ویل چې دتوپدرې داستوپې ساحه یوارزښتناکه لرغونې ساحه ده او زموږ دتمدن  او تاریخی هویت څرګندویه  ده .

ده وویل چې ددغې تاریخی ساحې بیا احیا کول او رغانه د سیمې اهمیت او ارزښت زیاتوی او دهېواد داقتصاد په وده کې ستر رول لری .

وروسته داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دفرهنګ اوهنر معین پوهاند محمد رسول باوری دتوپدرې دلرغونې ساحې ددویم پړاو په باب څرګندونې وکړې او ویې ویل چې دکېندنو دویم پړاو دلومړى او دویم پړاو په نسبت توپیر لرې؛ په دې مانا چې دکېندنو کار داستوپې له حریم څخه وتلى دى او انګړ یې تر کېندنې لاندې نیول کېږی چې دغه پړاو درې سوه نوی زره امریکایی ډالره لګښت غواړی چې داچکوموسسې له خوا تطبیقېږی .

ده دغه راز وویل چې دکابینې په غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دوړاندیز پربنسټ دهېواد په کچه  تاریخی ابداتو دبیا رغاونې لپاره هم بودجه  په پام کې نیول شوې ده .

دپروان ولایت داطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالواحد هاشمی وویل چې دتوپدرې داستوپې دبیا رغاونې کار په دوو پړاونوکې تراویا سلنې پورې او دهغې دکېندنو کار تر دیرش سلنې پورې پرمختګ کړى دى .

ممکن است شما دوست داشته باشید