روزنامه اصلاح

دتروریزم  پرخلاف دمبارزې په لاره کې دنړیوالو اوسیمه ئیزو همکاریو غونډه جوړه شوه

له تروریزم او دنشه یی توکو دقاچاقو او سازمان موندلو جرمونو له لارې دهغه دتمویلولو پرخلاف دمبارزې په لاره کې دنړیوالو او دسیمه ئیزو همکاریو دلوړ رتبه مقاماتو تر عنوان لاندې کنفرانس دتاجکستان د جمهور رییس امام علی رحمان په وینا سره په دوشنبه  ښار کې  پیل شو . دبهرنیو چارو وزارت مطبوعاتی دفتر باختراژانس ته خبرورکړ؛ په دې غونډه کې دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی په خپله وینا کې  په دې حساس وخت کې ددغه کنفرانس جوړول مهم وباله اوزیاته یې کړه، دافغانستان خلک دڅه دپاسه ۴ لسیزو په بهیر کې له تروریزم سره دمبارزې په لاره کې زیاتې قربانی زغملی دی .

ربانی وویل، تروریزم، سازمان موندلی جرمونه او نشه یی توکی نږدې اړیکې لری او تروریستی شبکې دهېوادونو دملی امنیت دبې ثباته کولو او دغه راز د سازمان موندلو جرمونو او نشه یی توکو له لارې دمالی منابعو دترلاسه کولو په خاطر فعالیت کوی .

ده دغه راز زیاته کړه چې دتروریزم  له تمویلولو سره دمبارزې په لاره کې دمالی منابعو دتحلیل او تجزیې مرکز جوړ کړی دی او تراوسه پورې له اتلسو هېوادونو سره دتروریزم له تمویلولو سره دمبارزې په لاره کې  دهمکارى تفاهم لیکونه لاس لیک کړی دی .

دغه راز دبهرنیو چارو وزیر دافغانستان اودمنځنی اسیا ترمنځ دپولی په ټینګښت او داطلاعاتو دراکړې ورکړې او دتجربو تبادله یوه اړتیا وبلله او دسیمې په کچه  دتروریزم او جرمونوسره دمبارزې په لاره کې دهمغږی ستراتیژی  تدوینول او له تروریزم  سره دمقابلې په لاره کې دملګروملتو سازمان دستراتیژۍ په تطبیق کې عملی اقدامات او په هغه پورې داړوندو پریکړه لیکونو تحقق ارزښتناک وباله .

دیوبل خبر له مخې، دهېواد دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی دامنیت دپالیسى او ګډ دفاع او دبحران دڅیړنې په چارو کې داروپا اتحادیې دبهرنی سیاست دسکرترجنرال له مرستیال  پیدرو سیرانو سره، له تروریزم سره دمبارزې او دنشه یی توکو دقاچاقو او دسازمان موندلو جرمونو له لارې دهغه له تمویل سره دمبارزې په لاره کې دنړیوالې اوسیمه ئیزې همکارى دغونډې او دمرکزی اسیا او جاپان ددیالوګ دبهرنیو چارو دوزیرانو داوومې غونډې تر څنګ وکتل .

داروپا اتحادیې دبهرنی سیاست دسکرترجنرال مرستیال دافغانستان دسولې دبهیر او د انتخاباتو دترسره کولو په خاطر داروپا اتحادیې  پردوامدارې ژمنې ټینګار وکړ او دهمکاریو دپراختیا او دخپل ملاتړ ددوام ډاډ ورکړ .

دهېواد دبهرنیو چارو وزیر داروپا اتحادیې ددوامدار ملاتړ له امله مننه او هرکلی وکړ او دافغانستان دخلکو او دولت په مشری او مالکیت  دسولې په خبرو اترو کې داروپا اتحادیې په رول  ټینګار وکړ .

دواړو لورو دافغانستان دسولې دبهیر، دجمهوری ریاست دراتلوونکو انتخاباتو، دتروریزم دګواښونو، دپولو دمدیریت، دامریکا روسیې او چین  ددرې اړخیزې غونډې، دسولې او بین الافغانی خبرو اترو او دافغانستان او دمرکزی اسیا دهېوادونو ترمنځ دسیمه ئیزو همکاریو دپراختیا په باب خبرې اترې وکړې .

ممکن است شما دوست داشته باشید