روزنامه اصلاح

دبهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې دسولې دتامینولو په خاطر دعربی متحده اماراتو له هلوځلوڅخه مننه وکړه

دهېواد دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی په کابل کې  دعربی متحده اماراتو له سفیر عیسى سالم  محمد الظاهری سره وکتل .

دبهرنیوچارو وزارت مطبوعاتی دفتر باختراژانس ته خبرورکړ،  په دې کتنه کې ربانی، عربی متحده امارات دافغانستان ډیر ښه دوست وباله او په افغانستان کې دسولې لپاره ددغه هېواد دهلوځلوقدردانی وکړه  .

دهېواد دبهرنیو چارو وزیر عربی متحده اماراتو ته دافغانستان اسلامی جمهوریت دجمهور رییس دوروستی سفر  دبریالیتوبونو په یادونې سره ددواړو هېوادونو دبهرنیو چارو دوزیرانو ترمنځ  دهمکارۍ ددویمې غونډې چې ټاکل شوې وه، دتېرکال په اکتوبر کې جوړه شی هم یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه غونډه  په نږدې راتلونکی کې جوړه شی .

الظاهری هم له افغانستان سره دخپل هېواد پرهمیشنیو همکاریو ټینګار وکړ اوپه کابل کې دوروستی تروریستی برید په پایله کې دیوشمیر افغانانو دشهادت په خاطر خپله خواخوږى څرګنده کړه .

دهېواد دبهرنیو چارو وزیر دغه راز  د شارجه دولیعهد شیخ خالد بن سلطان بن محمد القاسمی  دمړینې له امله ددغه هېواد دولت ته ډاډ ګېرنه څرګنده کړه .

دیوبل خبر له مخې، د رکا دتحقیق او څېړنې دمرکز او دافغانستان دتحقیق او څېړنې دواحد داستازو ترمنځ دهمکارۍ تفاهم لیک دهېواد دبهرنیوچارو وزارت دسیاسی معین ادریس زمان په وړاندې لاسلیک شو .

دبهرنیو چارو وزارت مطبوعاتی دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، دهمکارۍ ددغه تفاهم لیک دلاسلیک کولو په مراسمو کې ادریس زمان دسیمه ییزو او له سیمې څخه بهر دګډو کارونو په لاره کې د رکا دتحقیق  او څېړنې د مرکز او دافغانستان دتحقیق او څېړنې دواحد ترمنځ  دهمکارۍ دتفاهم لیک لاسلیک کول چې سوداګرى ، هوایی دهلېزونه او د خصوصی برخې  وده د رکا په چوکاټ کې  شامل دى  مهم وباله او دافغانستان دتحقیق اوڅېړنې  دواحد دهلوځلو له امله یې  قدردانی وکړه .

دافغانستان دتحقیق او څېړنې  واحد په سیاسی او ټولنیزو برخو کې چې طبعیی زېرمې، معیشت او ژوندانه  اوټولنیزې پالیسی پکې شامل دی فعالیت کوی .

ممکن است شما دوست داشته باشید