روزنامه اصلاح

دبریښنا شرکت: په ژمی کې دبریښنا دپرچاوى له امله اندیښنې بې ځایه دی

دبریښنا شرکت اجراییه رییس په راروان ژمی کې دبریښنا دپرچاویو په برخه کې دکابل ښاریانو اندیښنې بې ځایه وبللې .

  داپه داسې حال کې ده چې ځینی کسان طرحه کوی چې ښایی په راروان ژمی کې دبریښنا شرکت له لوری په کابل ښار کې پنځوس سلنه پرچاوى عملی شی.

خو دبریښنا شرکت اجراییه رییس انجنیر امان الله غالب چې په دې اړوند یې دباختراژانس له خبریال سره خبرې کولې وویل چې دژمی په فصل کې پنځوس سلنه پرچاوی هیڅ طرحه نه دى .

ده په ټینګار سره وویل چې دبریښنا شرکت دژمی دپرچاویو د له منځه وړلو لپاره  له تاجکستان څخه سل میګاواټه  نوره بریښنا پیری او په دې برخه کې عملی کارونه ترسره شوی دی .

دتیرکال په ژمی کې دکابل ښار په کچه څلویښت سلمې پرچاوی شتون درلود.

دبریښنا شرکت درییس دڅرګندونې له مخې هڅه کېږی چې په روان ژمی کې دغه ستونزه لرې شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید