روزنامه اصلاح

دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون رئیس: دمزاحمتونو دوام دانتخاباتو دترسره کولو ملی بهیر ته زیان رسوی

دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع  صیاد په یوه خبری غونډه کې خبر دارى ورکړ که چیرې ددغه کمیسیون  دکارکوونکو په وړاندې مزاحمتونه دوام پیداکړی، ښایی دانتخاباتو دترسره کولو ملی بهیر ته زیان ورسیږی .دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې پرون دملاتره خیل یوشمیر پلویان چې په وروستی فهرست کې دهغه نوم حذف شوى دى په کابل کې  دکمیسیون دمرکزی  دفتر په وړاندې راغونډ  شول او اړوندو دفترونو ته ددغه کمیسیون دکارکوونکو دننوتو مخه یې ونیوله .دباخترآژانس دخبریال دخبرله مخې، دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون رییس دهېواد له امنیتی ځواکونو څخه وغوښتل چې ددغه کمیسیون دمرکزی او ولایتی دفترونو امنیت تامین کړی او دمزاحمتونو مخه
ونیسی
.دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون منشی سید حفیظ الله هاشمی په دې اړوند یوه اعلامیه هم ولوستله .ټاکل شوې دهدانتخاباتو خپلواک کمسیون داستازو مجلس  دنوماندانو وروستۍ فهرست د هغوى په انتخاباتی نښو نښانو سره اعلام کړی چې دکمیسیون دکارکوونکو لپاره دملاتره خیل دپلویانو دمزاحمت له امله داکار ترسره نه شو .

ممکن است شما دوست داشته باشید