روزنامه اصلاح

دامنیتی او دفاعی ځواکونو تجهیز او هراړخیز ملاتړ د دولت لومړیتوب دی

د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه د هېواد او خلکو څخه د هراړخیز دفاع او ساتنی بشپړ وس او توان لری اوهره شیبه هم دیته چمتو دی چې خپلی ورسپارل شوی دندی په پوره میړانی، اتلولی او د حب الوطن په رښتینی مینه په ښه توګه ترسره کړی، ځکه چې د هیواد له ننګ، ناموس، ملی حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا څخه دفاع او ساتنه د امنیتی او دفاعی ځواکونو له اساسی د ندو څخه  شمیرل کیږی ، نو پردې اساس د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه په بشپړه توګه د ملت او دولت هراړخیزملاتړ تل له ځانه سره لری ، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې جمهوررییس محمد اشرف غنی ننګر هارته د خپل سفر په لړ کې  په هغه ولایت کې د سیلاب قول اردو ځواکونو ته ددې ټکی په بیانولو سره چې تاسې د وطن ساتونکی یاست او هر مسلمان افغان پر تاسې ویاړی داسې ویلی دی: تاسې د احمد شاه بابا، میر مسجدی خان او شهید احمدشاه مسعود وارثان یاست چې په نیکه اراده او ژمنتیا د خپل وطن او خلکو دفاع کوئ او ددغو اتلانو وینه ستاسې په بدن کې جریان لری. جمهوررییس غنی د سربازانو، بریدملانو او افسرانو د کورنیو چې د ملی نوامیسو او مځکنۍ بشپړتیا د دفاع په خاطر یې خپل اولادونه په سختو شرایطو کې لرې سیمو ته استولی، د قدردانی په ترڅ کې هم داسې ویلی ، په تیرو دوو کلونو کې ستاسې د پام وړ پرمختګونه د ستایلو وړ دی. خلک، امنیتی او دفاعی قواوې او دولت په واحد صنف کې قرار لری، تاسې د ملت له منځ راولاړ شوی یاست او ملت ستاسې تر څنګ دی، تاسې ثابته کړه چې تل د جګړې په ډګر کې بریالی وئ او دښمن هیڅکله هم په دې قادر نشو چې جمهوریت سقوط او دوه جغرافیې رامنځته کړی. هغه تاریخ چې تاسې یې پریږدۍ، د ویاړ، سرښندنې، ژمنتیا او ملی یووالی تاریخ دی، ستاسې اعلی سرقومندان د تل په څیر ستاسو وړاندیزونو ته عملی بڼه ورکوی. جمهوررییس له بین المللی شریکانو سره د افغانستان اړیکو ته په اشارې هم داسې ویلی، په سختو شرایطو کې بین المللی دوستان زموږ ترڅنګ ولاړ دی او زموږ ګډو ګټو او متوجه ګواښونو موږ له یوه بل سره پیوند کړی یوو، ستاسې د وسله وال پوځ د منسوبینو ژمنتیا، سرښندنې او ظرفیت له برکته د افغان ولس پخوانۍ هیله چې دایمی سوله او ثبات دی، د عملی کیدو په حال کې ده ، موږ د جنګ غوښتونکی نه یوو، ځکه زموږ ټول عمر په جوړولو کې تیر شوی او جنګ پر موږ تپل شوی دی، د افغانستان دښمنانو غلطه محاسبه کړې چې پر بریدونو به یې وتښتوو، خو موږ د تیښتې خلک نه یوو. جمهوررییس په ټینګار سره چې موږ د  دوامدارې سولې او ثبات پر لور ځو داسې ویلی، موږ په اساسی ډول په مذاکراتو کې برخه اخلو، په اصولی ډول پر اختلافاتو خبرې کوو او موږ د سولې د ټینګښت لپاره اراده، ظرفیت او وړتیا لرو. همداراز جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان سربازانو، بریدملانو، افسرانو او جنرالانو ته ډاډ ورکړی چې د خپل تمویل، تجهیز او روزنې په برخه کې هیڅ راز اندیښنه ونه لری او یوه ورځ به هم له امکانانو پاتې نه شی.

له شک پرته چې دامنیتی او دفاعی ځواکونو هر اړخیز تجهیز او سمبالښت د دولت لومړیتوب دی او باید هراړخیز امکانات د دوئ په واک کې ورکړل شی. که دافغان امنیتی او دفاعی ځواکونو فعالیتونو ته نظر و اچول شی دا واقعیت راڅرګندیږی چې ورځ اوشپه د همدوئ ویښتیا اورښتینی هیواد پالنه ده چې مونږ د شپې په آرامه او هوسا خاطر په خپلو کورنو کې ویده کیږو او د ورځې له پلوه خپلو دندوته ورځو، په تجارتی کاروبار مشغول کیږو او هم زمونږ اولادونه ښوونځئ، مدرسې او پوهنتونونو ته دزده کړو او لوړو تحصیلاتو له پاره ورځی نوپه حقیقت کې داټول د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو درښتینی هیواد ساتنې او ولس پالنې دسپیڅلی روحیې پایله ده، چې افغان ولس یې هم تل منندوی دی، همداراز د هیواد د نافذه قوانینو په پلى کیدو کې هم تل دوئ نه ستړی کیدونکې هلې ځلې کړی او کوی یې تر هغو چې په ټولنه کې د هر ډول جرم، جنایت، لوټ او تالان مخه ونیول شی، د ټولو حقه  حقوق رعایت او په پایله کې نظم او ثبات ټینګ او د هیوادوالو ژوند او هوساینه خوندی شی تر هغه چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ټول خلک له هره پلوه د مصونیت احساس وکړی او په تلپاتې ډول په سوله ییز چاپیریال کې د خپل ژوند چارې پرمخ یوسی .

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید