روزنامه اصلاح

دامریکا دکانګرس غړو طالبانو سره خبرو کې د شفافیت پر نشتوالی انتقاد کړی

د امریکا په کانګرس کې ځینو غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر مایک پمپیو انتقاد کړی دی چې زلمی خلیزاد نه پرېږدی د کانګرس غړو ته له طالبانو سره د سولې د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړی.

د کانګرس د بهرنۍ کمیټې دیموکراتو غړو ښاغلی پمپیو ته لیک استولی دی او هغه یې تورن کړی دی چې کانګرس ته د افغان سولې د مذاکراتو په اړه په راپور ورکولو کې دلچسپی نلری.

دوی په لیک کې ویلی دی چې ښاغلی خلیلزاد باید امریکا ته له بېرته ستنېدو یوه اونۍ وروسته دغې کمیټې ته راپور ورکړی.

په لیک کې کې راغلی دی چې د بهرنۍ تګلارې په داسې یوې موضوع کې د بهرنیو چارو په وزرات کې د “شفافیت نشتوالی د منلو نه دی او د کانګرس د نظارتی چارو او مکلفیتونو مخه نیسی.”

د روان کال د فبرورۍ په ۲۷ نېټې کله چې مایک پمپیو کانګرس ته له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه راپور ورکاوه، د کانگرس دغو غړو هم انتقاد کړی و چې ولې په خپله خلیلزاد د سولې د روان بهیر په اړه معلومات نه ورکوی.

په لیک کې دا هم ویل شوی دی چې ښاغلی پمپیو اندېښنه ښودلې وه که د سولې د روانو مذاکراتو په اړه د کانګرس غړو ته معلومات ورکړل شی، دا (محرم) معلومات به افشا شی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبانو تر دې مهال پنځه ځلې مخامخ په قطر کې لیدلی دی او ویل کیږی چې په خبرو کې ځینې پرمختګونه هم شوی دی خو کومه پرېکړه نه ده شوې.

د کانګرۍ دیموکرات ګوند غړی داسې مهال په دغه بهیر کې د شفافیت پر نشتوالی انتقاد کوی چې افغان حکومت هم اندېښنه ښودلې چې ښاغلی خلیلزاد له طالبانو سره د خپلو مذاکراتو په اړه کابل ته معلومات نه ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید