روزنامه اصلاح

دافغانی سرې میاشتې د ځانګړې اوونۍ په مناسبت دکوید ۱۹ (کرونا) ویروس د مخنیوی لپاره دسرې میاشتې ۵۰ بستریز روغتون د فعالیتونو په درشل کې

افغانی سره میاشت د هېواد په اداری او خدماتی تشکیلاتوکې یوغیرانتفاعی او خپلواک خیریه بنسټ دی چې بودیجه یې هم د مالیې په وزارت پورې اړه نلری ، دغه بنسټ نه یوازې د اړو اومحتاج هېوادوالو په اقتصادی لحاظ لاسنیوی کوی ، بلکې د کلونو کلونو راهیسې په وړیا ډول طبی خدمتونه هم د بیوزله هېواد والوته وړاندی کوی ، کله چې تیرکال د چین په هېواد کې د کرونا دنړیوالې (وبا ) ویروس را منځ ته شو او ورو ورو یې د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرایت وکړ نوافغانی سرې میاشتې هم د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ د بشپړشفافیت په رڼا کې ددې وبا ددفعې او(ترد) لپاره روغتیایی خدمتونو ته اوږه ورکړه چې په ترڅ کې یې د « ۳۴۶۰۴۹ تنو» سکریننګ (طبی کتنې ) وکړې او په کرونا ویروس د (۳۹۹۷۳ ) شکمن کسان روغتونونوته ور وپیژندل چې له ډلې یې (۱۸۷۷) کسان د کوید ۱۹ روغتونونو ته ولاړل او د پورته روغتیایی خدمتونو ترڅنګ یې د کوید ۱۹ (۴۷۶۰۴۹) کسانو ته د عامه روغتیایی پوهاوی زمینه برابره کړه ، همدارنګه د افغانی سرې میاشتې ټولنې د پیښو دادارې له لارې« ۱۲۶۴۴۵۷» اړو کسانو ته چې د طبیعی اوغیرطبیعی پیښو قربانی او همدارنګه دکرونا له ویروس څخه زیانمنو کسانو ته خوراکی توکی لکه (وریجې، غوړی، لوبیا، چای، بوره، مالګه او بیسکویټ) اوغیرخوراکی توکی لکه (ترپالونه، کمپلې، پلاسټیکونه، د اوبو بوشکې، د پخلنځی سیټونه، روغتیایی کیټونه، د کالیو مینځلو او ځان مینځلو صابونونه) محیا اوپه ټول هیواد کې په مستحقینو وویشل.
د یادونې وړده چې دیرش میلیونه افغانۍ په لګښت د خوراکی توکو اودڅه کم دری اویا ملیونوافغانۍ په ارزښت د سره صلیب د نړیوال نهضت هم د افغانی سرې میاشتې د ټولنې لخوا د نړیوال فدریشن په مرسته له (اپیل ) کمپنۍ څخه « ۱۹ » قلمه غیرخوراکی توکی راونیول او په اړو کسانویې وویشل.
د افغانی سرې میاشتی ټولنه تل هڅه کوی څو د هیواد په بیلابیلو برخو کی د کرونا ویروس اونورو طبیعی اوغیرطبیعی پیښو له قربانیانو او بیوزلې کسانو سره مرسته وکړی
له کویډ – ۱۹ (کرونا) سره په مبارزه کې نه یوازې د افغانی سرې میاشتې ټولنې طبی منسوبینو بلکې ددې ټولنې رضاکارانوهم د بشرپالنې په روحیه د هېواد په ټولو ولایتونو کې په خپله خوښه فعاله ونډه اخیستې ده.
د افغانی سرې میاشتې ټولنې د روغتیایی خدمتونو ریاست د کرونا ویروس د خپراوی په مخنیوی کې د لومړنیو شکمنو کسانو په وقایه او لارښوونه کې خپلو (۴۶) ثابتو کلینیکو، (۷۰) ګرځنده ټیمونو، (۲۲) فرعی کلینیکونو، (۱) جامع روغتیایی مرکز اوپه کابل کې د (۲) روغتونونو له لارې خپل خدمتونه پرمخ وړی دی .
د افغانی سرې میاشتې ټولنې د کرونا د ناروغۍ لپاره یو ۵۰ بستریز رو غتون هم چې دروان کال د اسد دمیاشتې په لومړۍ نیټه دسرې میاشتې د مرستیال او سرپرست ښاغلی میرویس اکرم او ددې ټولنې د سکرترجنرالې آغلې نیلاب مبارز اود کابل والی یعقوب حیدری په ګډون پرانیستل شوپه کار اچولی دی ، دغه روغتون له دې د مخه د موراوماشوم په برخه کې فعالیت درلود چې اوس د کرونا د ناروغانو لپاره ځانګړې شوې دی ، ددې روغتون په احیا کې نړیوال سره صلیب ، هلال احمر ، د ناروی هېواد، سره صلیب او همدارنګه افغانی سرې میاشتې بشپړه ونډه اخیستې ده ، په دغه ۵۰ بستریز رو غتون کې ۱۵ بستره د مثبت نارینه ناروغانو او۸ بستره د مثبت ښځینه نارو غانو لپاره او همدارنګه ۴بسترونه یې (وی،ای،پی ) او ۱۹ نور یې د نورو شکمنوناروغیولکه قرنطین اولومړنیوکتنولپاره ځانګړی شوی دی، تراوسه دغه روغتون ته په لسګونو کسانو مراجعه کړې چې زیاتره له تشخیص وروسته بیرته رخصت شوی ځکه ناروغی به یې مثبت نه وه اوڅو کسه یې درملنې وروسته روغ شوی او رخصت شوی دی او یو شمیر نورچې له کوید ۱۹ سره ضمیمه به یې نورې ناروغۍ درلودې د جمهوریت روغتون ته لیږدول شوی دی ، دیادولو وړ ده چې د سرې میاشتې ۵۰ بستریز روغتون د کوید ۱۹ د ناروغیو د تشخیص او طبی لازمو مرستو لپاره دعمومی قرنطین په بهیرګټې اخیستنې ته وړاندې شو ځکه هغه وخت داسې انګیرل کېده چې ښایې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیره تر هغه زیاته شی کوم چې په رو غتونونو کې د هغوی لپاره امکانات موجود دی خو اوس د سرې میاشتې د کوید ۱۹ لپاره نوی جوړ شوی روغتون د هېواد له نورو او ملی خصوصی روغتونو ترڅنګ په درز خپل طبی فعالیتونه پرمخ وړی.حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید