روزنامه اصلاح

دافغانستان و ایران د ګډو کمېټو د کار په چـټکوالی ټینګار وشـو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی هیواد ته له راستنېدو دمخه پلازمېنه بېشکیک کې د ایران جمهوررئیس ډاکټرحسن روحانی سره وکتل. په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان او ایران د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا، د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع او د افغان دولت په محوریت د سولې پروسې اومنطقوی تفاهم په اړه بحث او خبرې وکړې. همدارنګه د دواړو هیوادونو د ګډو کمېټو د کار په چټکوالی هم ټینګار وشو. ښاغلی حسن روحانی وویل، د افغانستان دولت او خلکو سره زموږدوستانه مناسبات د دواړو دولتونو او ملتونو په ګټو، بین المللی او د دولت په  دولت  اصولو استوار دی. هغه زیاته کړه، ایران د افغانستان د دولت په محوریت د سولې پروسې په  برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. نوموړی د نشه یی توکو قاچاق ستونزې ته په  اشارې وویل، په دې برخه کې به د افغانستان حکومت سره په ګډه کار وکړی. هغه وویل، چابهار بندر له اقتصادی پلوه د ایران، افغانستان او هندوستان لپاره ارزښتناک او د انکشاف لپاره به یې ګډ کار وکړو.

جمهوررئیس غنی د سولې په برخه کې همکارۍ ته د چمتووالی ښودلو له امله  د ایران  جمهوررئیس څخه په مننې وویل، په دې برخه کې د ټولو هیوادونو د همکاریو ګډې همغږۍ او انسجام ته اړتیا ده. جمهوررئیس څرګنده کړه، افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د تروریستی ډلو او ګروپونو پر ضد د مبارزې ترڅنګ د نشه یی توکو د پروسس او قاچاق د مخنیوی لپاره اقدامات کړی او په دې برخه کې به عملیات ادامه ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید