روزنامه اصلاح

دافغانستان دکرکټ ملی ټیم دهانک کانګ ملی ټیم ته ماتې ورکړه

دهېواددکرکټ ملی ټیم دانترکانتی ننتال جام دکرکټ په سیالیو کې دهانک کانګ دکرکټ ټیم ته په زیات توپیر سره ماتې ورکړه .

  دافغانستان دکرکټ بورد  ویاند فرید هوټک باختراژانس ته وویل چې دغه لوبې  له څلورو ورځو راپدیخوا په هانک کانګ  کې پیل شوی دی او دهانک کانګ دکرکټ ټیم په لومړى لوبه کې  ١۵٠ امتیازونه ترلاسه کړل خو افغان لوبغاړو په یوه په زړه پورې لوبه کې وکولى شول چې دپنځو ویکتونو  په له لاسه ورکولو سره ۴۶۵ امتیازونه ترلاسه کړی .

په دې  بریالیتوب سره دافغانستان دکرکټ  ملی ټیم دکرکټ دانترکانتی ننتال جام دسیالیو په جدول کې لومړى مقام وګاټه 

ممکن است شما دوست داشته باشید