روزنامه اصلاح

دافغانستان داسلامی جمهوریت دجمهور رییس محمد اشرف غنی د ډاډ ګیرنې او همدردى پیغام

په ژورې خواشینۍ سره مې خبرترلاسه کړ چې دهېواد یوسترعالم الحاج مولوی قاضی نظام الدین واعظ وفات شوى دى .

ارواښاد مولوی قاضی نظام الدین  واعظ دخپل عمر اغیزمند دوران خپلو خلکو او هېواد ته دخدمت په لاره کې تیر کړ.

دى دمهاجرت او جهاد په دوران کې ، تل دخپلو خلکو  په خدمت کې و، هېوادته  له راستنیدو وروسته یې هم ددینی علومو دلوست په ورکولو لاس پورې کړ او دقضا په  برخه کې یې ستر خدمتونه ترسره کړل .

ارواښاد قاضی  صاحب واعظ  دهرات ولایت دعالمانو  شورا درییس ، دهرات دستر جامع جومات دواعظ  او ددغه وزارت د شهیدانو اومعلولینو درییس په توګه ، په خالصانه ډول خپلې دندې ترسره کړې .

دده مړینه دهېوادروحانی او علمی ټولنې ته یوه ستره ضایعه بلل کیږی .

زه دخپلې ډاډ ګیرنې او همدردى  مراتب ددغه ربانی  عالم کورنى او دوستانو او هم دهېواد روحانی ټولنې ، په تیره بیا دهرات ولایت عالمانو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هیله کوم 

ممکن است شما دوست داشته باشید