روزنامه اصلاح

دافغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو فرهنګی همکاریو دپراختیا په اړوند خبرې وشوې 

  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ، په کابل کې دچین دولسی جمهوریت له سفیر سره په کتنه کې دافغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو فرهنګی همکاریو په پراختیا باندې ټینګار وکړ .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، په دې کتنه کې په داسې حال کې چې دملی موزیم رییس
محمد فهیم رحیمی هم شتون درلود، دافغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو فرهنګی همکاریو دپراختیا په اړوند خبرې وشوې .

  په کابل کې دچین سفیردچین په هونان ښار کې دباختر دخزانې داثارو دنندارتون دجوړیدو او ددغه هېواد دخلکو له خوا ددغه نندارتون دهرکلی له امله  قدردانی وکړه او په چین کې دعینکو دمسو د اثارو دنندارتون په جوړولو او دافغانستان دفرهنګی میراثونو دساتنې په لاره کې دتفاهم لیک په لاسلیک کولو باندې چې په نږدې راتلوونکې کې به د دونهو انګ له اکاډمۍ سره لاسلیک شی، ټینګار وکړ .

  دغه راز دچین سفیر دباختراژانس او دچین دشینهوا دخبری اژانس دهمکارى دتفاهم لیک لاسلیک چې دخبری اطلاعاتو دتبادلې په برخه کې تیره اوونۍ لاسلیک شو، ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګی اورسانه یی همکاریو دپراختیا په لاره کې مثبت ګام وباله .

  حسینې صافۍ په بېلابېلو برخو په تیره بیا په فرهنګی برخه کې دچین  هېواد همکاری وستایلې او ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوه اړخیزو فرهنګی همکاریو په پراختیا باندې ټینګار وکړ .

دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې دفرهنګی اثارو دنندارتونونو جوړول ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوستانه اړیکو په لازیات ټینګښت کې ارزښتناک رول لری .

 

ممکن است شما دوست داشته باشید