روزنامه اصلاح

دافغانتور ددولتی شرکت داساسنامې لومړنى مسوده وروستى شوه  

دافغانتور ددولتی شرکت داساسنامې دتسوید دکمېسیون په غوڼډه کې چې پرون جوړه شوه، ددغه بنسټ د اساسنامې لومړنى مسوده وروستى شوه .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، دکمېسیون په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دستر حقوقی سلاکار دلاور نذیرزوى په مشرۍ جوړه شوه، دکمېسیون غړو دافغانتور ددولتی شرکت د اساسنامې لومړى مسوده  وروستى کړه .

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دستر حقوقی سلاکار دڅرګندونوله مخې، دغه مسوده دنظر غوښتنې په خاطر ددغه وزارت په انترنټی صفحه کې خپرېږی .

هغه ټینګار وکړ چې له نظر غوښتنې وروسته دغه مسوده دمالیې وزارت او وروسته دتقنینی پړاونو دتېرولو لپاره  دعدلیې وزارت ته لېږل کېږی .

دافغانتور تصدی چې په تېرو وختونوکې یې دتصدى په توګه  فعالیت کاوه، دنوی قانون پربنسټ په دولتی شرکت  بدلېږی او دیوه دولتی شرکت په توګه به فعالیت وکړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید