روزنامه اصلاح

داعش په افغانستان کې د ګواښ په توګه نه‌پېژنو

د طالبانو د واکمنۍ په ۱۱مه ورځ، کابل یو پخوانی ګواښ، د نویو واکمنو په شتون کې تجربه کړ.
د حامد کرزی هوایی ډګر جنوب لوېدیځه دروازه کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې د مرګ‌ژوبلې شمېره‌یې خورا لوړه ده.
روېټرز خبری اژانس په دې چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۸۵ تنه ښودلی.
خو طالبان وایی، هېڅ ملګری یې نه‌دی وژل شوی، ځکه دوی هلته نه‌و.
د دې برید مسؤلیت امریکایی چارواکو پر داعش ډلې واچوه، هغه ډله چې طالبان لا یې هېڅ ګواښ نه‌بولی. دوی په مسقیم ډول پر هېڅ کومې ډلې تور نه‌لګوی.
طالبان وایی، هغه سیمې چې دوی پرې واکمن دی، هلته د ترهګریزو پېښو خطر نه‌شته او پېښه داسې سیمه کې شوې چې امنیتی مسؤلیت د امریکایی عسکرو سره و.
د طالبانو د مطبوعاتی دفتر غړی بلال کریمی د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۰۵» ازادی راډیو ته وویل، داعش ګواښ نه‌دی او کله چې افغانستان کې د بهرنیو غیر ډیپلوماتیک حضور پای ته ورسېږی، د هېڅ لوری له‌خوا به کوم ډول ګواښ پېښ نه‌شی.
ښاغلی کریمی زیاتوی: “د تېرې ورځې زړه بوږنوونکې پېښه هلته شوې چې د اسلامی امارت مجاهدین نه‌وو، هغه سیمه د امریکایی عسکرو تر کنټرول لاندې وه. د افغانستان ۳۳ ولایتونه د اسلامی امارت تر کنټرول لاندې دی، هلته ۱۰۰ فیصده امنیت شته او خلک د ارامۍ احساس کوی.”
خو د طالبانو په پرتله خلک او یو شمېر شنونکی د داعش له فعالیت اندېښمن دی. دوی د یوه پخوانی ګواښ له نویو څپو وېره لری.

طالبانو لا له وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له دې ډلې سره نښتې کړی او ترمنځ‌یې د مرګ‌ژوبلې پراخ راپورونه شته. شنونکی وایی، کېدای شی دا ډله له طالبانو د غچ اخیستو او په افغانستان کې د خپل فعالیت د دوام د ښودو په هدف، ځینی اهداف په نښه کړی.
شنونکی عبدالباری عارض وایی: “داعش پخوا هم په افغانستان کې یو عمده تهدید پېژندل شوی او اوس چې د طالبانو حاکمیت دی هم داعش د افغانستان لپاره یو مهم تهدید ګڼل کېدلای شی. زه فکر کوم چې د طالبانو یو له مهمو پروګرامونو دا دی چې په لیرې پرتو او نږدې سیمو کې د داعش پر ضد جدی مسلحانه مبارزه وکړی.”
اوس‌مهال طالبان د افغانستان په ۳۳ ولایتونو حاکم دی، خو د واکمنۍ له پیل‌یې دا د مرګ‌ژوبلې تر ټولو لویه پېښه ده چې پلازمېنه کابل کې کېږی.
د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د افغانستان د مخکېنی حکومت لوړپوړو امنیتی چارواکو په دې هېواد کې د نږدې ۴۰ ترهګرو ډلو د فعالیت خبره کړې وه او ویلی یې و، په دوی کې بهرنی وسله‌وال هم شته.
خو طالبانو په ځلونو ډاډ ورکړی چې د دوی تر کنټرول لاندې افغانستان کې به نوره وینه نه‌تویېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید