روزنامه اصلاح

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت به دهېواد دفرهنګی شتمنیو دساتنې په خاطر له هیڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړی

دلغمان ولایت یوشمیر مشرانو او مخورو، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې صافۍ سره په کتنه کې ددغه ولایت تاریخی ابداتو ته دپاملرنې غوښتنه وکړه.

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، په دې کتنه کې دلغمان دولایتی شورا رییس او یوشمیر مشرانو دنورو په استازیتوب خبرې وکړې او خپلې ستونزې اوغوښتنې یې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې سره شریکې کړې .

  دوى ددې ترڅنګ چې داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ، دلغمان ولایت تاریخی ابداتو په تیره بیا د سراج کلا او بابا صاحب ته دپاملرنې غوښتنه وکړه .

دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې څخه یې وغوښتل چې دلغمان په نامه دفرهنګی مجلې درامنځته کولو او ددغه ولایت د زده کړې خاوندو ځوانانو ته دکار دزمینو دبرابرولو په برخه کې همکاری وکړی .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دهېواد دتاریخی ابداتو ساتنه ددغه وزارت یو کاری لومړیتوب وباله او څرګنده یې کړه چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هغه څه چې په توان کې یې لری، دهېواد د تاریخی ابداتو او دفرهنګی شتمنیو دساتنې په خاطر، نه سپموی.

ممکن است شما دوست داشته باشید