روزنامه اصلاح

داستونیا هېواد افغان ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابروی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د استونیا لومړی وزیر یوری راتاس سره په دلګشا ماڼۍ کې وکتل او د همکاریو په دوام یې خبرې وکړ.

جمهوررئیس غنی د استونیا لومړی وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د استونیا د دوامداره همکاریو په ځانګړی ډول د ناټو په چوکاټ کې د یاد هیواد د پوځی ماموریت مننه وکړه او هغه یې د افغانستان د ثبات لپاره ارزښتناک وباله.

جمهوررئیس همداراز وغوښتل چې د نظامی همکاریو ترڅنګ دې افغان ځوانانو سره د زده کړو، د کادرونو روزلو او د معلوماتی ټکنالوژۍ تجربو شریکولو په برخوکې هم همکاری وشی.

د استونیا لومړی وزیر یوری راتاس جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته په بریالی ډول د جمهوری ریاست ټاکنو د ترسره کېدو مبارکی وویله او ټاکنې یې په افغانستان کې د ثبات د تامین لپاره غوره لار وبلله. هغه همداراز د امنیت د تامین لپاره د امنیتی او دفاعی ځواکونو هڅې وستایلې.

د استونیا لومړی وزیر وویل، افغانستان پام وړ اقتصادی لاسته راوړنې لری او هیواد به یې افغان ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو او د همکارۍ تجربو شریکولو کې مرسته وکړی. هغه همداراز څرګنده کړه چې استونیا به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل پوځی ماموریت ته دوام ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید