روزنامه اصلاح

خپلواکی د انسانی ژوند پت، عزت او ښکلا ده

کله چې مونږ وغواړو د تاریخى ویاړونو، سرښندنو، حماسو او اتلوالیو په ویاړ خبرى وکړو د هر څه نه مخکې باید د هغه وخت شرایط، مناسبات او ټولنیزى چارى په پام کې ونیسو، د آزادی مفاهیم او ارزښتونه د نژدى څڅه وگورو او د هغو پر بنسټ یو څه معلومات وړاندى کړو.

آزادی او خپلواکی د ژوند ښکلا او د انسان پت، عزت او وقار دی چې د ژوندانه ټول خوندونه، رنگونه او نعمتونه د هغه په لمن کې پراته دی، آزادی د انسان د بدن روح او د هېوادونو د غوړیدو پسرلنى وږمه ده. د همدى ارزښتونو له امله ده چې زمونږ ویاړلى ولس دغه د نیکونو او پلرونو تاریخى میراث د وطن د غازیانو او شهیدانو، د حماسو ورځې ته پوره په درنه سترگه گورى او د خپل هېواد او خپلواکۍ څخه ساتنه خپل فرض گڼى او په دغه ډګر کې یې راز، راز ستونزى، کړاوونه او مهاجرتونه لوږه تنده او خوارى زغملى دی.

ژوند له آزادی او خپلواکۍ سره نه جلا کیدونکى اړیکه لرى، پرته له آزادى ژوند هیڅ معنى او ارزښت نه لری.

له نن څخه پوره سل کاله وړاندى باتورو توریالیو او په آزادى مینو افغانانو وکولاى شول د خپلو مبارزو په ترڅ کې د وخت د ښکیلا کگرو تیرى کوونکو په وړاندى د ملى اتل او د خپلواکۍ د گټوونکى غازى امان الله خان تر قیادت لاندى په دى وتوانیدل چې پرنیواکگر دښمن برى ومومى او د هېواد ملى خپلواکۍ د خپلو سرونو په بیه ترلاسه کړی. په رښتیا دا هغه تاریخى ورځ ده چې د آسیا په زړه کې د آزادی هیلى او خوځښتونه راوټوکیدل او هغو هېوادونو چې په اسارت کې یې ژوند کاوه زمونږ د هېواد د میړنیو او سرښندونکو مبارزینو څخه په پیروى په دى فکر کې شول چې د افغانانو په څیر باید آزادى او خپلواکۍ ته ورسیږى، همداوو چې گڼ شمیر هېوادونه یو په بل پسى خپلو هیلو ته ورسیدل او د نیواکگرو له اسارت او غلامى څخه یې ځانونه خلاص او خپلى آزادى یې ترلاسه کړی چې تر نن ورځى پورى ز مونږ د هېواد، سرښندونکو او مشرانو ته د احترام سرونه ټیټوى او د قدر په سترگه ورته گورى. همداشان د هېواد د خپلواکۍ او آزادی په ویاړ شاعرانو، ادبیانو او فرهنگى شخصیتونو هم خپله ونډه ادا کړی. حماسى لنډى، شعرونه او ډیر گټور آثار یې د خپلواکۍ په اړه لیکى چې په لوستلو سره یې پر آزادی مینو هېوادوالو په رگونو کې د غیرت وینى په جوش راولى لکه د تورى او قلم اتل خوشحال بابا چې وایى:

یوساعت د آزادى که ځنکندن وی

نه کلونه د غلام په غلامى کې

آزادى تر پادشاهیه لا تیرى کا

چې د بل د حکم لاندى شى زندان شى

همداشان د دى غیرتى وطن بچى او هرى لور د ملالى د میوند په حماسه ویاړى او د هغى د   ټپى د وطن د مور غیږ، د آزادى د ناوى پیغام او خپلواک ژوند سندره بولى چې وایى:

که په میوند کې شهید نه شوى

خدایږ ولالیه بى ننگى ته دی ساتینه

د ۱۹۱۹ عیسوى کال د افغانستان آزادى غوښتونکو او په خپلواکۍ مینو خلکو د نامتو او په هېوادمین اتل اعلیحضرت غازى امان الله خان تر مشرى لاندى اراده وکړه چې د بریتانیا امپراطورى څخه خپله سیاسى خپلواکۍ او آزادى ترلاسه کړى، دا شیبه د تاریخ په شیبو کې ډیره ارزښتناکه شیبه وه. کله چې ملى مبارزین دى ته چمتو شول چې د تورى په زور به خپله خپلواکۍ ترلاسه کوی نو د ملى مشر اعلیحضرت غازى امان الله خان تر قیادت او مشرى لاندى سره راټول شول مخکى له دى چې د جهاد سنگرونو ته لاړ شى ملى اتل ټولو غازیانو او آزادى غوښتونکو ته د یوى تاریخى او تلپاتى وینا په ترڅ کې وویل:

«کله چې زما ستر ملت د پادشاهى تاج ز ما په سر کیښود، ما له خپل ملت سره ژمنه کړى وه چې د هېواد خپلواکۍ به اخلم تر څو افغان ملت په د ننه او بهر کې د یو خپلواک او با عزته ملت په توگه ژوند وکړى».

همدارنگه ده د افغانستان خلکو ته وویل: «زه به د سرتیرى یونیفورم تر هغى پورى د ځان څخه ونه باسم ترڅو پورى چې ستاسى لپاره د خپلواکۍ جامى برابرى نکړم او زه به دا توره ترهغه وخته پورى په تیکى کې کښینږدم ترڅو د دښمنانو څخه ستاسى حقوق او آزادى ترلاسه نکړم.

گرانو هېوادوالو: نړیوالو ته د همدى ساعته څخه اعلانوم چې افغانستان په کورنیو او باندنیو چاروکې یو خپلواک او آزاد هېواد دى». له همدى وینا وروسته یې خپله توره په لاس کې ونیوله او خپلو خبرو ته یې داسى دوام ورکړ:

دا خپله بربنډه توره به ترهغى په تیکى کې کښینږدم تر څو پورى چې زمونږ ملى ناموس، عزت او شرف حاصل او پرځاى نه شى او د دى ملت استقلال په لاس رانشى.

غازى امان الله خان د دى تاریخى وینا څخه وروسته په دریو جبهو کې په کار پیل وکړ د هېواد په ختیز، جنوب او جنوب لودیدیځ سرحدونو کې یې د بریتانوى ځواکونو پر خلاف لښکرکشى وکړه او هم یې امریکایى او اروپایى هېوادونو ته خپل سیاسى استازى ور ولیږل چې د افغانستان خپلواکۍ په رسمیت وپیژنى.

د غازى امان الله خان د دغه ستراتیژى په خوښولو سره، جگړه او سیاست دواړه کامیاب شول او خپلواکۍ چې د ۱۲۹۷هجرى شمسى کال د کب د میاشتى په ۹مه نیټه اعلان شوى وه د هېواد د باتورو او په وطن مینو زامنو د بى سارى سرښندنو او قربانیو په ورکولو سره ۱۲۹۸هـ . ش کال د زمرى د میاشتى په ۲۸مه نیټه د وینو په تویولو او د سرونو په بیه په عملى توگه ترلاسه شوه.

په همدى ترتیب ز مونږ د هېواد په آزادی کې د ښځو ونډه هم د ډیر ارزښت وړه ده په دى معنى چې زمونږ غیرتى میندو او خویندو کله چې هېواد د متجاوزینو لخوا د گواښ سره مخامخ شویدى بى تفاوته نه دى پاتى شوى، د جنگ تودو سنگرونو ته یى ملى مبارزینو او غازیانو ته ډوډى، اوبه او نور جنگى وسایل او مرمى رسولى او د هغوى سره حتى د جنگ په ډگر کې د دښمن په وړاندى په مخامخ جگړه کې برخه اخستى او په شهادت رسیدلى چې ښکاره او روښانه بیلگه یې د میوند په دښته کې د پرنگیانو او افغانانو په لومړى جنگ کې د اتلى ملالى نوم یادولى شو.

کله چې د میوند په دښته کې د افغانانو او انگلیس لومړى جنگ ونښته نو تجاوز کوونکى دښمن په ډیرو پرمختللو وسلو سنبال ؤ مگر زمونږ میړنیو ډیرى ابتدایى او کمزورى وسلى درلودى نو په دى اساس د میوند په دښته کې زمونږ ملى مبارزین د زیاتو شهیدانو په ورکولو شاتگ ته اړ شول چې جگړه د انگریزانو په گټه پاى ته رسیدونکى وه چې ناڅاپه د جگړى په ډگر کې پیغله ملالى راښکاره شوه او زمونږ سرلښکر چې ټپى شوى او یا په شهادت رسیدلى ؤ ملى بیرغ یى له لاسونو څخه پر ځمکه غورځیدلى ؤ قهرمانى ملالى د سترگو په رپ کې ملى بیرغ په خپلو لاسونو کې ټینگ ونیو او د دى ټپى په ویلو سره چې:

که په میوند کې شهید نه شوى

خدایږو لالیه بى ننگى ته دى ساتینه

د دى حماسى لنډى په ویلو سره د غازیانو وینى په جوش راغلې او بیرته یى د دښمن په لور مخ وروگرځاوه لکه د اسمانى تندر په شان په دښمن نازل شول او د سترگو په رپ کې یى د دښمن قوى او نه ماتیدونکى پوځ داسى تارو مار کړ چې د نړى په تاریخونو کې د دغى برى یادونه کیږى او د افغانى میرمنو جرات او میړانى ته گوته په غاښ پاتى شویدى.

له دى نه پرته زمونږ ډیرو نورى میړنیو میندو او خویندو هم همدغسى د وطن د ساتنى په جگړو کې خپله میړانه او سرښندنه دښمن ته ورښودلى، ماتى او شاتگ ته یى اړ کړیدى او خپله خاوره یى د نیواکگرو له ناپاکو قدمونو څخه دتل لپاره ژغورلى ده.

همدا اوس چې کومه ناروا او تپل شوى جگړه چې د کلونو راهیسى زمونږ په مظلوم او مسلمان ملت تحمیل شوى ده او هره ورځ زموږ بى گناه هېوادوال چې ښځى، کوچینیان او سپین ږیرى په کى شامل دی په شهادت رسیږى، خو زمونږ وسله وال پوځ هم قرار نه دى ناست هره ورځ دغه یرغگلرو او تیرى کوونکو ته مرگونى گوزارونه ورکوی او د هغوى هره دسیسه او شوم پلانونه د خاورو سره خاورى کوى. دوى باید په دى پوهه شى او زمونږ د نیکونو او پلرونو تیر تاریخ ته په کتو سره د دغه ناروا او غیر انسانى عملونو او کړنو څخه لاس واخلى او که نه د هماغه پخوانیو تیرى کوونکو په څیر به د شرموونکو ماتو سره مخامخ شى.

زمونږ هغه افغان ورونه چې د پردیو په لمسون او اشاره یې په خپل وطن کې د نورو د گټو په خاطر خپل هېوادوال په شهادت رسوى دا غوښتنه ده چې د ازمندو هېوادونو د غلامى له کړى څخه د تل لپاره ځانونه خلاص کړی، په سرلوړى او عزت سره دى خپل کور او کلې ته راستانه شى، خپل اولادونه دى ښوونځیو ته ولیږى او پخپله دى په خپله ځمکه او کرونده کې کار وکړى او د وطن د آبادى لپاره دى د نورو ورونو سره یوځاى اوږه په اوږه خپلى ورځنى چارى پرمخ یوسى ترڅو هېواد مو آباد ښیراز او په خپلو پښو ودریږى او یوه تلپاتى سوله په هېواد کې حاکمه شى.

د خپلواکۍ د ټولو میړمنو سرښندونکو شهیدانو روح دى آرام وی.

سنگین

ممکن است شما دوست داشته باشید