روزنامه اصلاح

خپـلواکی څـه ده؟

فردی خپلواکی

فردی خپلواکی هغه ده چې یو انسان یې د قوانینو پر اساس حق لری.

سیاسی خپلواکی یا استقلال له خپلواکۍ نه زموږ اصلی هدف همدا دى، دا خپلواکی په یو هېواد او یوې ټولنې پورې اړه لری.

وایی چې د ملی حاکمیت اعمال، سیاسی خپلواکی، د زمکنۍ بشپړتیا ساتنه امنیتی خپلواکی ده، دا پخوا ټول د یوې خپلواکۍ تر عنوان لاندې راوستل کېدل، خو اوس دا برخې سره بېلې شوی دی، سیاسی خپلواکی، امنیتی خپلواکی او اقتصادی خپلواکی بېل بېل نومونه دی.

اوس دا پورتنی درې مفاهیم سره بېل بېل او جلا دی، د ملی حاکمیت اعمال سیاسی خپلواکی

او د زمکنۍ بشپړتیا ساتنه امنیتی خپلواکی ده، خو دا دواړه د اقتصادی خپلواکۍ تر اغېز لاندې دی.

د اقتصاد د نړیوال منطق پر بنسټ، چې وایی اقتصاد ګلوبلایز شوى دى په دې مانا چې وایی د اقتصاد د نړیوال منطق پر بنسټ، اقتصادی اړیکې له اقتصادی تجرد څخه خلاصون دى، دا هېڅکله د اقتصادی خپلواکۍ د له منځته تللو په مانا نه ده، هدف دا دى چې کله تاسې تولید رامنځته کوئ او د مثال په ډول په تاجکستان کې د هغې لپاره بازار پیدا کولو ته احتیاج لرئ، یا په لنډ ډول لکه دا کوکا کولا چې په افغانستان کې تولیدیږی  ، خو دا اړتیا هم لری چې د تاجکستان په بازار کې هم اخیستونکی پیدا کړی یا یې خرڅه کړی، نو دا په دې مانا نه ده چې د تاجکستان بازار زموږ اقتصادی خپلواکی رامحدوده کړې ده، بلکې دا په دې مانا ده چې موږ د تجرد یا ګوښه والی څخه په دې توګه خلاصېږو، او په دې اقتصادی برخه کې اراده او اختیار هم زموږ خپل دى.

نو د دې لپاره چې دا دواړه سره ګډ نه شی، موږ هم غواړو چې د اقتصادی خپلواکۍ په اهمیت خبرې وکړو:

اقتصادی خپلواکی

اقتصادی خپلواکی له سرچینو څخه د کار اخستنې اراده او توان دى، په سیاسی خپلواکۍ کې دوه شیان له منځه ځی چې یو ته یې استعمار او بل ته یې استثمار وایو.

د دې دواړو منطق اقتصادی دى، استعمار په عربی کې طلب د تعمیر کولو په مانا دى او استثمار د ثمر اخستلو د تلاش په مانا دى، خو د دې دواړو بنسټ اقتصادی دى، یعنې هېڅ ډول استعمار او استثمار تاسو نه شئ پېژندلى چې د هغې بنسټ اقتصادی نه وی.

  د دې لپاره د استعمار او استثمار چون منطق اقتصادی دى، د استقلال او خپلواکۍ منطق هم اقتصادی دى په دې مانا چې له اقتصادی خپلواکۍ پرته سیاسی او امنیتی استقلال وجود نه لری. تر هغو چې له اقتصادی لحاظه تاسو خپلواک نه شئ نه به له امنیتی پلوه خپلواک پاتې شئ او نه له سیاسی پلوه. اوس چې هر څومره خلک ووژنئ، هر څومره ټانګونه په دې خلکو وخېژوئ، څومره چې زور ووهئ او غرو ته وخېژئ او هر څومره چې انتحاری بریدونه وکړئ چې موږ خپلواکی ګټو، خو تر هغې چې له اقتصادی احتیاجه خلاص نه شئ استقلال نه شئ تر لاسه کولاى.

اوس راځو دې ته : وایی له اقتصادی خپلواکۍ پرته سیاسی او امنیتی خپلواکی نشته، احتیاج تر ټولو لویه غلامی ده، لوږه انسان د خپل استقلال غږ ته نه پرېږدی، ځکه هغه د خپلې لوږې غلام دى، د تاریخ په اوږدو کې له خپلواکۍ څخه زموږ تعبیر او پېژاند ناسم دى، ګورئ موږ کیسې ډېرې اورېدلې دی چې مرګ دې وی خو په آزادی کې دې وی، خو که ځیر شو دا آزادی خو د ځان او ژوند لپاره یو ارزښت دى، چون دلته دوه مفهومه سره ګډ شوی دی، غواړم دې ته ستاسې پام ښه په غور راوګرځوم، استقلال ګټل یو ارزښت دى، د دې ارزښت لپاره که څه هم سړى مړ شی دا یوه فدا کاری ده او دا یوه لویه حماسه ده، خو که ځیر شو اصلی ارزښت خو استقلال دى، دغه مرګ نه دى، یا په بله مانا اصلی ارزښت استقلال دى چې د هغې لپاره مرګ پېښېږی، موږ کله کله دغې فرعی ارزښت  په اصلی ارزښت بدل کړى دى او اصلی ارزښت رانه هېر شوى دى، موږ د تاریخ په اوږدو کې ټول عمر داستقلال لپاره وژل شوی یوو، خو استقلال مو په سترګو نه دى لیدلى، نه مو ترلاسه کړى، نه مو ګټه ترې پورته کړې او نه مو ساتلى دى، اوس دې ټکی ته راځو چې :

د تاریخ په اوږدو کې له خپلواکۍ څخه زموږ تعبیر او پېژاند ناسم و، موږ فکر کاوه چې د جګړې په میدان کې د دښمن ماتول د آزادی په مانا دی، حال دا چې د آزادی جګړه پخپله آزادی نه ده، بلکې د خپلواکۍ لپاره د هڅو یوه برخه ده، اوس زموږ دوه سوه کاله کېږی چې د آزادی لپاره جنګېږو، له انګرېزانو سره وجنګېدو چې آزادی به واخلو، له رنجیت سنګ سره وجنګېدو چې آزادی به واخلو، بیا له روسانو سره وجنګېدو، بیا له پاکستانیانو سره وجنګېدو او اوس هم لا جنګ روان دى، چې له امریکایانو آزادی واخلو، خو که بېرته مرور پرې وکړو په دې تېرو دوه سوه کلونو کې موږ هېڅ ډول استقلال نه دى لرلى، هیڅ مستقل هېواد نه وو، یعنې زموږ ټول عمر د آزادی لپاره په جنګ کې تېر شو، دا ولې ځکه چې موږ د استقلال لپاره دجنګېدلو مېړانه لرو ، خودآزادی د  ساتلو شعور نه لرو، دا د دې لپاره چې دا شعور مهم دى، که موږ د استقلال د ګټلو او ساتلو شعور پیدا کړ او خلکو ته مو هم انتقال کړ نو موږ به یو واقعی ملی فکری انقلاب راوستى وی،

خپلواکی یعنې څه؟

اوس چې وایو موږ دوه سوه کلونه د خپلواکۍ لپاره وجنګېدو خو تر اوسه هېڅ ډول خپلواکی نه لرو، د دې لپاره باید تر هر څه لومړى خپلواکی وپېژنو، د خپلواکۍ ابزار وپېژنو او نورو ته یې راوړو، خپلواکی دخپل ماهیت ټاکل دی، ایګزیستنسیالیستان ( دحضوری فلسفې پلویان ) په دې باور دی چې خپلواکی بل شى نه دى ، آزادی د خپل ځان د ماهیت ټاکنه ده، په دې برخه کې لږ فلسفې ته هم سر ورښکاره کوو، خو دومره نه چې تاسو ته سخته تمامه شی.

ایګزیستنسیالیستان وایی، دا سمه ده چې موږ که تصمیم ونیسو، چې دغه غر د مثال په توګه اسمایی غر له دې ځایه میدان ښار ته یوسو، نو دا خو نه شو کولى، ځکه زموږ ماهیت داسې نه دى چې دا کار تر سره کړو، موږ د دې په مقابل کې مجبور یوو او مختار نه یوو، دا غر زه یا موږ میدان ښار ته نه شو وړاى، مګر زه باید دا خپل ماهیت داسې وټاکم، چې د دې غره د انتقال ابزار رامنځته کړم، یو وروستى خبر ما واورېد چې د مکې معظمې ښار د دې لپاره چې پراخ شی (چون هلته ځاى ډېر نه و) د هغه ځاى ځینې غرونه او وړې وړې غونډۍ یې ټولې تراشلې دی اوس په همغو ځایونو کې مسکونی هوټلونه او تعمیرات جوړ شوی دی

دا مې په دې خاطر وویل چې انسان دا مهال د دې وړتیا پیدا کړې ده، چې واړه غرونه لږ تر لږه انتقال کړی، له دې نه هدف دا دى چې انسان خپل ماهیت په خپله ټاکی، د همدې لپاره هایدګر، کییرکه ګور او د ایګزیستنسیالیسم  ډېر ښه مفسر ژان پل سارتر ډېرې لیکنې لری او د سارتر یوه لیکنه ده چې وایی: (( که له موره زېږېدلى فلج د فوټبال قهرمان نه شی نو مسوول په خپله دى.))

یعنې تر هماغه حده ته باید خپل ماهیت پیاوړى کړې چې (Yeas We Can!) دا خبره اوباما ډېره وکاروله خو دا کومه نوې خبره نه ده، بلکې ډېره زړه ده، کله چې انسان خپل ماهیت ټاکی ځانته وایی چې (هو زه یې کولاى شم یا هو موږ یې کولاى شو.)

د خپلواکۍ مسئله هم له دغه ځایه پیلېږی، خو ته باید وسایل، امکانات او تاریخی حدودو صغور رامنځته کړاى شې.

د خپلواکۍ ابزار څه دی؟

د خپلواکۍ ابزار د خپلواکۍ شعور او اراده ده، شعور هغه پوهه ده چې ته د هغې پر بنسټ خپلواکی غواړې او غواړې چې ویې ساتې، د خپلواکۍ د ساتلو ملی ځواک ته اړتیا ده، ځکه موږ په ملی استقلال خبره کوو نه په فردی هغه.

ملی ځواکونه باید د یو شعور له مخې استقلال وساتی، له خپلواکۍ څخه د ټولنې د غړیو د انسانی ژوند د شرایطو د ښه والی لپاره د کار اخستل. اوس پوښتنه دا ده چې خپلواکی په خپل ذات کې هدف دى او که وسیله ده؟ زه یې درته وایم دا یوه وسیله ده د یو ښه ژوند لپاره، خو موږ دا وسیله ټول عمر دهدف په توګه ځانته منلې ده، د استقلال لپاره چې په کاغذ امضا وکړو نو بیا ولاړ شو او قرار په ځان څادر راکش کړو او ویده شو، بیا په سبا بل سبا هله رابیدارېږو چې خپلواکی مو بیا تر سوال لاندې راغلې وی. تاسو ګورئ موږ چې دشاه امان الله غازی په زمانه کې استقلال په کاغذ کې وګاټه، درې ورځې وروسته مو بېرته له لاسه ورکړ، د دې له امله چې انګرېز په نوې جامه کې راننوت او انګرېز تر نن ورځې پورې دلته شته، انګرېز نن دلته په دې هوا کې تجزیه شوى دى، د یو شیطان په څېر دى او موږ یې نه وینو، ځکه موږ باور لرو چې ابلیس شته، دا انګرېز هم دغسې یو مثال لری، همدا اوس هم دلته شته، همدغه نن هم زما او ستا په جیب کې د هغه پیسه پرته ده او همدغه نن هم زما او ستا په موټر کې د هغه تېل سوزی، خو دا ګورئ د خداى د رضا لپاره نه دی، دا استثمار او استعمار یوه برخه ده، په همدغه ځاى کې موږ وایو چې موږ نه یو  مستقل شوی او هېڅکله موږ مستقل نه وو، د همدې لپاره وایو چې خپلواکی یوه وسیله ده د ټولنې د وګړو د انسانی ژوند د شرایطو د ښه والی لپاره چې دا په کې ممکنه وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید