روزنامه اصلاح

خوست کې پر خبریال سلطان محمود خیرخوا وسله وال برید

نامعلومو موټر سایکل سپورو وسله والو په خوست کې یو ژورنالیست ویشتلی او ټپی کړی یې دی.

دغه ژورنالیست سلطان محمود خیرخواه پرون جمعه د «کب پر ۲۴مه» غرمه مهال له خوست ښار نه مندوزیو ولسوالۍ ته خپل کور ته په موټر کې په لاره و، چې ناپېژاندو موټر سایکل سپورو وسله والو پرې برید کړی دی.

په خوست کې د افغان خبریالانو د کمېټې مشر سیف الله حیات
امریکاغږ ته ویلی، چې سلطان محمود خیرخواه په سر او سینه لګېدلی او سخت ټپی شوی دی.

په ورته وخت کې د ژمن ټلوېزیون مشر روح الله امین هم په روغتون کې وویل، چې له خیرخواه سره په دې پېښه کې د هغه کوچنی زوی هم ټپی شوی خو روغتیایی حالت یې ښه ښودل شوی دی.

سلطان محمود خیرخواه اوسمهال په سیمه ییز ټلوېزیون ژمن کې دنده درلوده او تر دې مخکې یې په یو شمېر نورو محلی دولتی او غیر دولتی مطبوعاتو کې دنده ترسره کړې وه.

نوموړی په ټولو رسنیو کې د خپلې دندې پرمهال له بېوزله او بې سرپرسته کورنیو سره مرکې کولې او هغوی ته یې له بډایه خلکو او سوداګرو مرستې راجلبولې.

تر دامهاله د دغه حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

تیر کال په خوست کې د احمد شاه په نوم یو بل خبریال هم د ناڅرګندو وسله وسله والو لخوا وژل شوی و.

دا په روانه یوه اوونۍ کې دویم ژورنالېست دی، چې د وسله والو له لوری په نښه کیږی.

څو ورځې مخکې د هلمند یو خبریال هم یوې بمی چاودنې په نښه او ټپی کړی و.

په روان مېلادی کال د معلوماتو له‌مخې تر دامهاله درې افغان خبریالان د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان د راپور له‌مخې تېر کال افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد و.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې تېر کال په افغانستان کې ۱۵ تنه خبریالان وژل شوی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید