روزنامه اصلاح

خوستیان: پر ځوانانو د ولسمشر غنی اعتماد ساری نه‌لری

د خوست ځوانانو او اوسېدونکو د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی اوږد مهالې اقتصادی پروګرامونو او په‌دې برخه کې یو شمېر پرمختګونه وستایل او د دې برنامو عملی کول یې د افغانانو د لسګونو کلونو هیله وبلله.

دوی جمهور رئیس په‌دې هم وستایه چې د ولسمشری په خپله نېږدې پنځه کلنه دوره کې یې پر ځوانانو ډېر باور وکړ، د دولت مهمې او کلیدې چوکۍ یې ور وسپارلې او په نظام کې یې د ښځو ونډه هم ډېره کړه.

دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په هغه ولسی غونډه کې وکړې چې د ځوانانو د مشورتی ټیم او یو شمېر مدنی ټولنو له‌خوا رابلل شوې وه.

د خوست د ځوانانو، ښځو، مدنی فعالانو او ځایی اوسیدونکو په ګډون دا غونډه د ولسمشر محمد اشرف غنی د یو شمېر اقتصادی برنامو او په افغانستان کې د سولې لپاره د روان هڅو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

د خوست د ځوانانو د مشورتی ټیم مشر قدیرالله لکڼوال وویل چې د افغان ولسمشر یو شمېر اساسی او اوږد مهالو برنامو او اقتصادی برخو کې لاسته راوړنو ته په کتو خوستیو ځوانانو وپتیله چې د هغه د خدمتونو قدر وکړی.

ده وویل، پخوا افغانستان په اقتصادی محاصره کې وو او له‌دې مجبوریته به ګاونډیو هېوادونو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخېسته، خو د ولسمشر د طرحو او برنامو په نتیجه کې اوس افغانستان نړۍ سره د وصل ډېرې نورې لارې پیدا کړی دی.

ښاغلی لکڼوال زیاته کړه، افغانستان لاهم په ستونزو کې ایسار دی، خو ولسمشر کولی شی د واک په یوه بله دوره کې ټولو ستونزو ته د امکان تر کچې حل لارې پیدا کړی.

ځوان مدنی فعال نظیر روښان وایی چې ولسمشر په خپله کاری موده کې ځوانانو ته په ملی کچه داسې مهم مسولیتونه سپارلی چې پخوا ساری نه دی لیدل شوی.

ده زیاته کړه:

“واقعاً ولسمشر په خپله اداره کې ځوانانو ته ډېر کار ورکړی دی او ډېر مهم مسوولیتونه یې ورته سپارلی دی، موږ که د افغانستان تاریخ ته نظر واچوو او بیا د ډاکټر صیب غنی اوسنۍ ریاست په پام کې ونیسو، دلته چې ده کوم اعتماد په ځوانانو باندې وکړ، دا په تاریخ کې بې ساری دی، په همدې خاطر ده چې ځوانان د ولسمشر غنی ملاتړ کوی.”

په غونډه کې ویناوالو په‌دې هم خبرې وکړې چې ولسمشر په خپله کاری دوره کې د نظام په چارو کې د ښځو ګډون ته هم ډېره پاملرنه کړې ده.

ځوانې مدنی فعالې زینب افغان وویل:

“په حقیقت دې څوک سترګې نه پټوی د غنی صیب په وخت کې ځوانانو په ځانګړی ډول خویندو لپاره ډېر کار شوی دی، نو موږ ملاتړ کوو، د کارونو یې ستاینه کوو او په راتلونکې کې هم د خوست خویندې او وروڼه ملاتړ کوی، خو موږ بیا هم ورڅخه غواړو چې باید خویندو ته نوره توجه هم وکړی، هغوی ته دې ریاستونه او لوړې چوکۍ ورکړی، دوی کولی شی، په ارګ او وزارتونو کې وظیفې ترسره کړی.”

د نظر خاوند ډاکټر عبدالجبار جبارخېل وایی، چې د پخوا په پرتله د خلکو د پوهې کچه لوړه شوې او دوی کولی شی، هغه څوک چې هېواد او ولس ته ژمن او خدمتګار وی، د هغو کسانو څخه چې د شخصی او ګوندی ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوی، سره بیل کړی.

دی وایی، اوسنۍ حالت د دې خبرې ثبوت دی چې ولس د شوکمارو، جګړه غوښتونکو او نورو قانون ماتونکو څخه کرکه کوی او د صادقو شخصیتونو تر شا ودریږی.

د غونډې یو بل ویناوال زرولی خوشنود بیا په ځانګړی ډول ولسمشر په‌دې وستایه چې خوست ته یې د پاچا خان پوهنتون منظورول په پام کې دی او د دې برخې ځینې مقدماتی چارې پیل شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، که پاچا خان پوهنتون په خوست کې فعال شی، نه یوازې تر ماسټری دورې پورې به افغان محصلانو ته په کې د زده کړو زمینه برابره شی، بلکې په دې سیمه کې به د ولس د ویښتابه او د سوله ییز فکر خورولو کې هم مهم رول ولوبوی.

  نجیب الله الوخېل

ممکن است شما دوست داشته باشید