روزنامه اصلاح

خوستیانو د تاوتریخوالی د کمښت هر کلى وکړ

خوستیان په روانه جګړه کې د تاوتریخوالی کمولو هرکلی کوی او له وسله والو طالبانو غواړی چې د تاوتریخوالی کمولو ته ژمن پاتې شی او دایمی اوربند ته لاره برابره کړی. د باختر اژانس د سیمه ییز خبریال نثارالله احسان د خبر له مخې، له تېرو دوو شپو راهیسې خوستیان په هېواد کې د تاوتریخوالی کمولو ته خوشبین دی، دوی وایی چې له دې سره به هېواد کې بشپړې سولې ته زمینه برابره شی.

شېراحمد د خوست د مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکی دى چې په خوست ښارکې کاروبار کوی نوموړی وایی، په جګړه کې د تاوتریخوالی کمولو ورته ډیره خوشالی ورکړې.

هغه زیاتوی چې د تاوتریخوالی د کمښت له پیل تر دې دمه په دغه ولایت کومه پېښه نه ده رامنځته شوې او په هېواد کې دتلپاتې سولې  په هیله دى.

د تاوتریخوالی اوونۍ له پیل څخه ډېر شمېر افغانانو سره په هېواد کې د تلپاتې سولې هیله پیدا شوې ده.

عثمان د قلندر ولسوالۍ او بشیر د خوست د لکڼو سیمې اوسېدونکی دی، دوی وایی چې اوس په هېواد کې نارینه اوښځینه په دې پوهېدلې ،چې سوله څومره اړینه ده اوپرته له سولې ژوند هیڅ خوند او مفهوم نه لری.

دوی پرطالبانو غږ وکړ، چې د تاوتریخوالی کمولوته ژمن پاتې شی، ترڅو د سولې لپاره د باور فضا رامنځ ته شی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې (یوناما) هم د تاوتریخوالی د کمېدو هرکلی کړى او دا یې د تلپاتې سولې لپاره یو ښه فرصت بللى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید