روزنامه اصلاح

خواله رسنۍ مو څنګه پام ځانته کوی

اعلانونه (تجارتی او سیاسی) که دقیق وکتل شی، د توجه له پېر او پلور پرته بل څه نه دی. په دغو لویو شرکتونو د نورو ترڅنګ یو انتقاد دا هم دی چې د خلکو توجه په ډېره بې غورۍ پلوری او یا په عمده ډول د ټارګیټ شویو خلکو توجه ځانګړو توکوموضوعاتو ته ور اړوی.

د دغو شرکتونو پروګرامونه داسې عیار شوی دی چې په اسانی سره خلک د عمر، زده کړو، جغرافیې، سیاسی لید او نورو ورته مشخصاتو پراساس پکې ټارګیټ کیږی. دبېلګې په ډول د ټاکنو پرمهال نوماندان د خپلو سیاسی اعلانونو لپاره هغه کسان ټارګیټ کوی چې د رای اچونې قانونی عمر ته رسیدلی وی.

د انتقادی مکتب ځینې مخکښان خو حتی اوس دا هم وایی، چې دغه شرکتونه باید کاروونکی په خپلو ګټو کې سهیم کړی. د دوی استدلال دا دی چې له کاروونکو یې وړیا انلاین کارګر (digital labor) جوړ کړی او استثماروی یې؛ البته دا کار د کاروونکو په خوښه ترسره کېږی. هغه مالومات چې د کاروونکو لخوا جوړېږی (user-generated data) د توکو پر صادروونکو کمپنیو په لوړه بیه خرڅېږی.

د ټولنیزو رسنیو له رامنځته کېدو پخوا، ډله‌ییزې رسنۍ د توجه لپاره په پراخه کچه کارول کېدې او د رسنیو agenda-setting تیورۍ د توجه پر تاثیراتو د پوهېدو کار اسانه کړی دی. یاده تیوری ټینګار کوی چې د رسنیو لخوا خپرېدونکی توکی اوریدونکو ته د بحث او فکر موضوعات ټاکی او د دوی د توجه او فکری مسیر په ټاکلو کې اغېزمن رول لری. اوسمهال د پاکستانی دولت له لوری د (پښتون ژغورنې غورځنګ – PTM) په کړنو رسنیز بندیز د اغېز راکمولو جوته بېلګه ده.

که د ټولنیزو رسنیو مالکان د کاروونکو توجه په نورو پلوری، خو کاروونکی یې بیا همدا رسنۍ په نسبی ټیټه کچه د ځان او یا ځانګړو موخو د توجه (شهرت: بد یا ښه، اصلی یا خیالی) را اړولو لپاره کاروی. یاد کاروونکی په مختلفو موضوعاتو ممکن د دې لپاره لیکل کوی، چې په خلکو ځان وپیژنی (ډېره توجه ځان را جلب کړی). د فکر او نظرونو ارزښتونه د هغوی له (لایک، کمېنټ او شېیر) له مخې ټاکل کېږی، چې ځینی ورته د (like economy) اصطلاح کاروی او په لوړه کچه دغه ارزښت بیا د کلېک (Click) په واسطه ټاکل کېږی؛ تجارتی کمپنۍ، ګوګل یا نورو شرکتونو ته د هر کلېک پر اساس پیسې ورکوی.

رسنۍ (ډله ییزې او ټولنیزې) د توجه په تخلیق او محوه کولو دواړو کې لوی لاس لری. نام چامسکی (Manufacturing Consent) او ایډوارډ سیډ (Representation of the Intellectual) استدلال کوی چې په کاپیټالېسټی نظام کې هغه څوک ډېره توجه ځان ته را اړوی، چې شته یې زیات وی.

سیډ د نیویارک ټامیز بېلګه راوړی او وایی څرنګه چې دغه ورځپاڼه له نورو هغو ډېر امکانات لری، پکې خپرېدونکې هره خبره یې ډېره توجه هم راجلبوی. چامسکی بیا په دې انتقاد کوی، چې رسنۍ د خپلو مالکینو او یا حکومتونو د ګټو مطابق د لوستونکو او کتونکو توجه تخلیق یا محوه او یا هم ځینی وخت یې له مهمو او اړینو موضوعاتو څخه ډېرو عادی مسائلو (لکه د ساتېرۍ اړوند موضوعات) ته ور اړوی؛ ځکه که وګړی اړینو موضوعاتو ته توجه زیاته کړی، په دې سره د مالکینو یا حکومتونو ګټې زیانمنېږی.

د بېلګې په ډول کله چې امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۳ کال کې په عراق د برید تابیا کوله، رسنیو د هغه بهانې، شک یا تور څېړلو پرځای چې ګواکې عراق د ډله‌ییز ورانی وسلې لری، د خلکو توجه دې ته را اړوله چې صدام حسین مستبد او خطرناک کس دی، ممکن یادې وسلې وروسته د امریکا پر ضد وکاروی.

اوسمهال چې په انټرنېت پورې په بې ساری ډول د خلکو د ژوند هره برخه تړل شوې ده، د توجه مرکز هم د افلاین پر ځای پر انلاین (virtual public sphere) بدلېدونکی دی. پر انلاین باندې یو انتقاد دا دی چې اغېز یې، که څه هم څوک نه شی ردولی، خو د افلاین دومره هم نه محسوسیږی او دغه انتقاد ته (slacktivism) اصطلاح کاروی.

د دې خبرې د اثبات لپاره کریسشن فوکس د ځینو علمی څېړنو پر استناد وایی، چې د انلاین اعلانونو په اغېز کې مبالغه کېږی او لوی شرکتونه سوداګریزو کمپنیو ته داسې تأثر ورکوی، چې ګواکې د انلاین او ټولنیزو رسنیو د اعلانونو پر مټ ډېر توکی خرڅولی شی.

د هغه په خبره که دغه تأثر تت او یا له منځه یووړل شی، د کپېټالېسټی نظام د ډله ایزو او ټولنیزو رسنیو مالی
پوکاڼۍ به هم د
Dot-Com
Bubbleپه څېر وچوی. فوکس ځینو تجربوی او عملی څیړنو ته اشاره کوی او وایې چې پر انلاین اعلاناتو باندې په زرو کسانو کې یو کس کلېک کوی. د فوکس ټینګار په خپل ځای، خو که د انټرنېټ اغېز د کلېک له مقیاسی واحد څخه د باندې وکتل شی، ممکن فکری یا د توجه اغېز یې له هغه چې نوموړی یې استدلال کوی، زیات وی.

د ټولنیزو رسنیو اغېز که کم یا زیات دی، خو یادې رسنۍ په افغانستان کې د پام راجلبولو یا مشهورېدو په یو لوی پلټفارم بدلې شوی دی.

اغېز کې یې مبالغه او یا کم ګڼل دواړه زیانموونکی دی. په دغو رسنیو باندې د خپرېدونکو موادو (متن، عکس، غږ، ویډیو) کتل، لوستل، لایک، کمېنټ او شېیر کول خپرېدونکې سرچینې ته توجه او شهرت ورکول دی.

انلاین توجه د ایوس سیټان په خبره د کاروونکو په لاس کې ده، هغوی چې ډېر فعال وی او په مختلفو موضوعاتو مختلف لیکل کوی، ډېره توجه راجلبوی.

ډېری انلاین فعالان خپل ځانونه، فعالیتونه او فکرونه په لایکونو او شېیر کولو تلی چې دا په خپل ذات کې ګمراه کوونکی ذهنیت رامنځته کوی.

خو د دې ترڅنګ، حکومت او نورې ادارې، پر ټولنیزو رسنیو بحثونه، نظرونه او په ټوله کې انلاین عامه فکر، باید په پرېکړو کې له پامه هم و نه غورځوی.

حضرت بهار

ممکن است شما دوست داشته باشید