روزنامه اصلاح

خلیل‌زاد: راتلونکې اوونۍ قطر او جرمنی د سولې د بین‌الافغانی خبرو کوربانه دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی چې جرمنی او قطر به په ګډه د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو د بین‌الافغانی خبرو کوربانه وی.

ده له جرمنی او قطر څخه مننه کړې چې د بین‌الافغانی ډیالوګ کنفرانس د کوربه‌توب چارې یې پر غاړه اخیستی.

زلمی خلیل‌زاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی چې د قطر په دوحه کې د جولای په اوومه او اتمه کېدونکی بین‌الافغانی ډیالوګ کنفرانس د سولې د چوکاټ لپاره چې څلور اړخونه لری، ډېر مهم دی او د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې څلور ټکی مطرح وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه‌کارېدل، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او اوربند.

په داسې حال کې چې ښاغلی خلیل‌زاد د افغانانو ترمنځ کېدونکی کنفرانس ته خوشبینی څرګنده کړې ده، افغان حکومت هم وایی چې طالبان باید د سولې لپاره له هغه فرصته چې نه‌یوازې افغانانو، بلکې نړیوالو ورته برابر کړی، استفاده وکړی او د افغانانو وژلو ته د پای ټکی کېږدی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ویاند صدیق صدیقی د دوشنبې
په ماښام له ازادی راډیو سره په خبرو کې ویلی چې د جګړې یوازنۍ حل لاره دا ده چې
طالبان له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرو ته کېنی او د سولې لپاره له رامنځته شوی فرصته استفاده وکړی.

ښاغلی صدیقی زیاته کړه، د افغانستان د حکومت لپاره د سولې پروسه یوه مهمه پروسه ده، ولسمشر ته دا مهم لومړیتوب دی، د افغانستان حکومت، خلک او متحدین‌یې ټول په ګډه کار کوی چې جګړه ختمه شی، که طالبان دا جګړه نه‌ختموی او پلمې لټوی، پر ملکی اهدافو حملې کوی، نو دا همدا ښیی چې دوی سولې ته اعتنا او چمتووالی نه‌لری.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې وسله‌والو پر یوه مهمه سیمه حمله وکړه چې ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملی امنیت ریاست او دفاع وزارت ته نږدې پرته ده.

د چارواکو په وینا، وسله‌والو مخالفانو ملکی کسان په نښه کړی او له استوګنځایونو یې استفاده کړې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل چې په دې برید کې چې د ده په خبره هدف‌یې ملکیان وو، د یوه کوچنی په ګډون څلور ملکیان وژل شوی او دوه سرتېری د سخت دریځو پر وړاندی د عملیاتو پر مهال ووژل شول.

د کابل تر برید یوه ورځ مخکې د کندهار پر معروف ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۱۱ امنیتی ځواکونه او د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اته کارکوونکی شهیدان شول.

د کندهار د امنیه قوماندان په وینا، په برید کې ۱۵۷ سرتېری ټپیان شول.

د معروف په جګړه کې د څلورو ځانمرګو بریدګرو په ګډون د ۲۱ طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شو.

په کابل کې برید په داسې حال کې شوی چې د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره اووم پړاو خبرې پیل کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی چې طالبان به له افغانانو سره هغه مهال خبرې پیلوی چې د بهرنیو شاهدانو په حضور کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شی، خو ده زیاته کړې چې له افغان حکومت سره به د حکومت په توګه خبرې نه‌کېږی.

خو د افغانستان د سولې عالی شورا ویاند غفور احمد جاوېد له طالبانو غوښتی چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت دې له لاسه نه‌ورکوی او افغانان دې نور نه‌وژنی.

ده وویل، طالب زندانیان چې خوشې شول، دا د چا صلاحیت و؟ دا نه د مدنی ټولنې صلاحیت دی او نه هم د سیاستوالو، دا د افغانستان د محکمې، لویې څارنوالۍ او ولسمشر صلاحیت دی چې په فرمان‌یې زر تنه بندیان خوشې شول، که موږ غواړو اساسی حل لاره پیدا کړو چې په افغانستان کې دایمی سوله او ثبات تأمین کړی، نو یوازنۍ حل لاره دا ده چې د دوو اړخونو چې د افغانستان دولت او طالبان دی، ترمنځ مستقیمې خبرې پیل شی.

شااوخوا درې اوونۍ مخکې ولسمشر غنی د ۹۰۰ طالب زندانیانو د راخوشې کولو امر وکړ.

د امریکا او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې لپاره د اووم پړاو خبرو تر پیلېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ کابل ته په سفر کې هیله څرګنده کړې وه چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې یعنې په شااوخوا دوو میاشتو کې به د سولې یو تړون وشی.

په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی نیکلاس کې تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې طالبان باید ومنی چې دوی له افغان حکومت او نورو افغانانو سره خبرو ته اړتیا لری.

د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ هم د افغانستان په اړه په دې غونډه کې ویلی وو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات بې‌ساری فرصت رامنځته شوی او د سولې لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید