روزنامه اصلاح

خلیل‌زاد: د افغانستان له جګړې د ځان خلاصولو لپاره هڅې نه‌کوو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په هدف له طالبانو سره خبرې کوی، وایی متحده ایالات یوازې د دې لپاره هڅه نه‌کوی چې په‌دې هېواد کې له دغې تر ټولو اوږدې جګړې ځان خلاص کړی، بلکې د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره خبرې چې ښځې به هم په‌کې ناستې وی، مخ ته وړی.

زلمی خلیل‌زاد دغه څرګندونې د یوه ویډیو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې یوې غونډې ته چې ډېرې پوښتنې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د ښځو د ونډې او د دوی د غوښتنو د اورېدو پر مسئلو څرخېدې، وکړې.

د اسوشیټېډ پرېس خبری آژانس د راپور له مخې خلیل‌زاد له قطره چې د  تېره اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د طالبانو د استازیو په ګډون د بین الافغانی خبرو کوربه و، دغې غونډې ته له طالبانو سره د سولې د ترسره شویو خبرو په اړه رڼا اچوله او د هغوی پوښتنې یې ځوابولې.

د واشنګټن د غونډې برخه‌والو سره ډیره اندیښنه له دې پلوه وه چې له ښځو سره اندیښنې شته چې له طالبانو سره د سولې هر تړون ښایی دوی له هغو لاسته راوړنو بې برخې کړی چې په تېرو څو کلونو کې یې ترلاسه کړی او وضعیت بېرته د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ دورې ته وګرځی.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ټینګار وکړ چې موږ غواړو له افغانستانه له وتلو وروسته یو ډېر ښه میراث پریږدو.

ښاغلی خلیل‌زاد زیاته کړه چې موږ یوازې له دغې لانجې د وتلو لپاره هڅه نه کوو او یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره تړون نه‌کوو، بلکې موږ د سولې یو تړون غواړو. موږ له افغانستان سره د اوږدمهاله اړیکو او شراکت غوښتونکی یو.

طالبانو تراوسه د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده او هغه یو لاسپوڅۍ حکومت بولی.

د دې غونډی د پای په پریکړه‌لیک کې ویل شوی چې له جګړې وروسته د افغانستان نظام باید پر شریعت ولاړ وی او د اسلامی اصولو په رڼا کې د ښځو حقونه خوندی او دا یقینی کړی چې ټول قومونه مساوی حقوق ولری.

د واشنګټن د جورج ټاون په پوهنتون کې د غونډې یوه برخه‌واله هم د منځنۍ او جنوبی اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز وه.

مېرمن ولز چې تراوسه یې څو ځلی له طالبانو سره کتلی، وویل، د افغانستان اوسنی یا راتلونکی حکومت دې د نړیوالو مرسته کوونکو پر ملاتړ حساب نه‌کوی، که افغان ښځې تر فشار لاندې راولی، حقونه یې محدود کړی یا هم هغوی د ټولنې دوهمه طبقه قشر وبولی.

دا چې له طالبانو سره په خبرو کې څومره پرمختګ شوی؟

خلیل‌زاد وویل چې د سولې په خبرو کې د ټولو څلور شاملو موضوعاتو:د ترورېزم پر ضد د مبارزې د ضمانت، د نړیوالو ځواکونو د وتلو، په بین‌الافغانی خبرو کې ګډون، او د یوه پراخ او دوامدار اوربند په برخو کې بنسټیز پرمختګ شوی دی.

ښاغلی خلیل‌زاد د خبرو وروستی پړاو تر ټولو اغېزمن او ګټور بللی او هیله یې ښودلې چې دغه خبرې د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې مؤثره نتیجه ورکړی.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلی و چې دی هیله من دی چې تر دغې نېټې مخکې له طالبانو سره د سولې یو تړون وشی.

طالبانو هم له امریکایی چارواکو سره په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې ده.

په امریکا کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه سفیرې رویا رحمانی د سولی هیله وښوده، خو دا یی وویل چې تراوسه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې نه‌دی پیل
شوی.

هغې د سولې د پروسې د پرمخ بیولو پر وړاندې د سختو خبرو اترو وړاندوینه وکړه او ویې ویل چې هره موافقه چې کېږی، هغه به دې ته اړتیا ولری چې یو پیاوړی مرکزی حکومت یې عملی کړی.

د سولې روانو خبرو په تېره بیا له ښځو سره خوشبینی او اندیښنې زیاتې کړی دی.

غزال حارث چې د افغانستان په امریکایی پوهنتون کې استاده دا ده او له کابله یې د سکایپ له لارې خبرې کولې وویل چې طالبان باید د ښځو او اقلیتونو چې د افغانستان اوسنی اساسی قانون خوندی کړی، د حقونو د ساتنې ضمانت وکړی.

د قطر د بین‌الافغانی خبرو یوې ګډون‌والې اصیله وردګ وویل، داسې ښکاری چې طالبان اوس د ښځو په اړه د پخوا خلاف یو پرمختللی نظر لری، خو دا وایی چې تراوسه دې ته اندیښمنه ده چې ښایی طالبان خپله سخت دریځه ایدیالوژی بدله نه‌کړی.

وردګ چې وایی، د لومړی ځل لپاره یې په دوحه کې له طالبانو سره ولیدل وایی، دوی له موږ سره روغ بړ وکړ، خو لاس یې رانه‌کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید