روزنامه اصلاح

خلیلزاد: له طالـبانو سـره د سـولې بهـیر ګړندی کولو لپاره د خبرو بل پړاو پیلیږی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی د افغان سولې له پاره د امریکا ځانگړى استازى زلمى خلیلزاد به روانه میاشت قطر کې له طالبانو سره د خبرو بل پړاو پیل کړی.

افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمى خلیلزاد د خپل دغه روان سفر اصلی موخه د افغانستان دسولې د بهیر گړندی کول ښوولې.

ښاغلى خلیلزاد وایی هڅه کوی د سولې طرحې لومړنۍ دوه برخې بشپړې کړی. نوموړی پر خپل ټوېټر پاڼې خپاره کړی پیغام کې لیکلی:

په مشخصه توگه، لوموړى، د سولې لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ سره همغاړی کوم. د سولې طرحې لومړنیو دوو برخو د بشپړولو هڅه به کوم. زه خوشبین یم. بری ته رسېدو لپاره اړتیا ده چې نورې غاړې نرمښت وښېی.”

د سولې د طرحې له دوو لومړنیو برخو ښایی د ښاغلی خلیلزاد موخه له افغانستان د امریکایی ځواکونو د وتلو جزییات او د امریکا او د متحدینو د گټو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارېدو په اړه ډاډینه وی.

طالب او امریکایۍ غاړې دواړو دا منلې وه چې په دې برخه کې یو څه پرمختگ شوى خو پر نورو جزییاتو خبرو ته اړتیا ده. خو ښاغلی خلیلزاد او ځینو نورو سرچینو دا هم ویلی وو چې له طالب استازو سره د امریکایی پلاوی په تېرو ناستو کې د افغان حکومت په گډون د افغانانو خپلمنځۍ ناستې او پر داسې یو لنډ مهالی اوربند چې تلپاتې هغه ته لار پرانیزی خبرې هم شوې. ښایی همدې ته په پام ښاغلی خلیلزاد په خپل ټوېټری پیغام کې یو ځل بیا پر خپلې پخوانۍ وینا ټینگار کړى چې وایی “تر هغه چې پر ټولو مسایلو هوکړه نه وې شوې په هېڅ څه هوکړه نه ده شوې.” ټاکل شوې زلمى خلیلزاد په دغه سفر کې افغانستان، پاکستان،جرمنی، بلجیم، عربی امارات او قطر ته ورشی. د افغان سولې په تړاو د ښاغلی خلیلزاد دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې ویلی د دغه غورځنګ د هدفونو ترلاسه کېدو پورې به خپل جنګ جاری ساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید