روزنامه اصلاح

خلیلزاد له طالبانو سره تېرې شپږ ورځنۍ خبرې ګټورې بللی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایی، په دوحه کې له طالب استازو سره د تېرو شپږو ورځو خبرې تر بل هر وخت ګټورې وې.

ښاغلی خلیلزاد د «چنګاښ پر ۱۶مه» پر خپل ټوېټر لیکلی چې په تېرو شپږ ورځنیو خبرو کې د سولې موافقې پر څلور واړو ټکو د پام وړ پرمختګ شوی دی.

نوموړی ویلی چې په دغو څلورو ټکو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ضمانتونه، د  بهرنیو ځواکونو وتل، په بین الافغانی خبرو اتر او مذاکراتو کې برخه اخیستل او دایمی او هر اړخیز اوربند شامل دی.

د امریکایی او طالب استازو ترمنځ دغه اوم پړاو مذاکرات چې د تېرې جون میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې پیل شوی، په قطر کې د «بین الافغانی» ناستې له امله پکې د دوو ورځو لپاره وقفه راغلې ده.

د افغان سولې په اړه «بین الافغانی» ناسته چې د افغان چارواکو، د سولې شورا د غړو، د ښځو، مدنی ټولنو او طالب استازو په ګډون پکې څه باندې ۶۰ تنو ګډون کړی دی پرون یکشنبه د وو ورځو لپاره په دوحه کې پیل
شول.

ښاغلی خلیلزاد ویلی، چې د دوی او طالب استازو مذاکرات به د جولای پر نهمه بېرته له سره پیل شی:

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټویټر په تېرو شپږ ورځنیو مذاکراتو کې د پرمختګ په خبر سره ویلی چې تر اوسه له کوم خنډ سره نه دی مخ شوی.

د هغه د ټویټ په یوه برخه کې راغلی:”موږ د مذاکراتو له پرمختګ نه راضی یو او امید لرو چې پاته کار هم ژر بشپړ شی.تراوسه له کوم خاص خنډ سره نه یو مخ
شوی.”

ممکن است شما دوست داشته باشید