روزنامه اصلاح

خلیلزاد: امریکا ته د “طالبانود اسـلامی امارت”بیا راتګ د منلو نه دی

د افغانستان د سولی په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایی چې دوی له طالبانو سره د یوې موافقې په درشل کې دی او بل پړاو به بین-الافغانی مذاکرات وی.

ښاغلی خلیلزاد د دوشنبې په ماښام سپتمبر دوهمه (وږی ١١) د طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ټېنګار وکړ چې متحدو ایالتونو ته د “طالبانو اسلامی امارت بیا راتګ” د منلو نه دی.

ښاغلی خلیلزاد وویل چې دا د افغانانو داخلی مسئله ده، خو “دا نه منو چې د طالبانو اسلامی امارت دې په زوره په خلکو ومنل شی. داسې یو حکومت غواړو چې د ټولو افغانانو په خوښه وی نه په زور. موږ یوازې د یو داسې حکومت طرفدار یو چې د مذاکرې او خبرو له لارې رامنځ ته کیږی.”

ښاغلی خلیلزاد دا خبره هم وکړه چې د افغانستان د جمهوری ریاست انتخابات په افغانانو پورې اړه لری خو امریکا ته سوله لومړیتوب لری. ده هیله وښوده چې د بین الافغانی مذاکراتو لپاره یو با صلاحیته هیئت وټاکل شی چې یوې موافقې ته ورسیږی. هغه وویل چې له طالبانو سره په موافقې کې ښکاره ویل شوی چې “بین الافغانی مذاکرات کله پیلیږی،” خو د نتیجې په اړه یې څه نه دی ویل شوی.

ښاغلی خلیلزاد وویل چې امریکا به په بین الافغانی مذاکراتو کې د خبرو اړخ نه وی، خو که ضرورت وی مرسته کولی شی. خلیلزاد وویل چې دا مذاکرات ښایی په ناروې کې وشی.

هغه وایی “موږ چمتو یو چې مرسته وکړو. د ځینو هېوادونو استازی به هلته وی، چې مرسته وکړی. د اندونیزیا، قطر، المان، ناروې ملګری ملتونه به هلته وی چې مرسته وکړی په دې باندې به وروسته خبرې کیږی او طبیعی ده چې امریکا به هم دلچسپی ولری. “

ولسمشر غنی وایی چې بین الافغانی مذاکراتو لپاره یې یو ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی دی او د خبرو تر پیل کېدو مخکې به یې اعلان کړی. طالبانو مخکې ویلی وو چې دا باید دا پلاوی ژر اعلان شی.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بروګسل ته تللی چې د افغانستان د سولې په اړه له خپلو متحدینو او د ناټو د غړو هېوادونو سره خبرې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید