روزنامه اصلاح

خلیلزاد: افغان مذاکراتی پلاوی د ولس ریښتینی انځـور څـرګندوی

د افغانستان دسولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان حکومت لخوا د سولې مذاکراتی پلاوی د ټاکل کېدو هر کلی کړی او هغه یې یو «ټول شموله» پلاوی بللی دی.

ارګ تېره اونۍ اعلان وکړ چې د یاد پلاوی غړی له ډېر غور او د ټولنې له اغېزناکو اقشارو سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوی چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې به د افغان حکومت استازیتوب وکړی.

ښاغلی خلیلزاد د یاد پلاوی ټاکل کېدو په اړه افغان حکومت، د سیاسی او مدنی ټولنو استازو ته د مبارکی په ویلو سره څرګنده کړې چې یاد پلاوی د «ولس ریښتینی انځور او د ښځو رغنده ونډه څرګندوی».

نوموړی په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلی: “غواړم چې افغان حکومت، سیاسی او د مدنی ټولنې مشرانو ته د سره راټولیدلو مبارکی ورکړم. دوی له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه ټولشموله مذاکراتی ډله جوړه کړې ده. د اسلامی جمهوریت پلاوی د ولس د ریښتینی انځور او د ښځو د رغنده ونډې څرګنداوی کوی.”

د افغانستان دسولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی چې دغه اجماع، یو با مفهومه ګام دی چې ټولې خواوې د بین الافغانی مذاکراتو لور ته ډیرې نږدې کوی.

افغان حکومت د تېرې پنجشنبې په ماښام له طالبانو سره د سولې خبرو پرمخ وړلو لپاره د معصوم ستانکزی په مشرۍ یو ۲۱ کسیزه پلاوی اعلان کړ.

په اعلان شوی پلاوی کې معصوم ستانکزی، فاطمه ګیلانی، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفی، ضرار احمد مقبل، عبدالهادی ارغندیوال، محمد رسول، حبیبه سرابی، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوی عنایت الله بلیغ، باتور دوستم،کلیم الله نقیبی، محمد ناطقی، جنرال ایوب انصاری، شهلا فرید، شریفه زرمتی، خالد نور او ډاکټر امین احمدی شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم د افغان حکومت لخوا د سولې د مذاکراتی پلاوی د اعلان هر کلی وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید