روزنامه اصلاح

خلیلزاد:د سولې د هر اړخیزېهوکړې په لټه کې یوو

دافغانستان دسولې لپاره د امریکا استازى زلمى خلیلزاد وایی دوى له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو د تړون نه، بلکې د سولې د یوې هراړخیز ې هوکړې په لټه کې دی.

د ښاغلی خلیلزاد دا څرگندونې په داسې مهال کې مخې ته راځی چې ټاکل شوې د طالبانو او امریکایی پلاوی ترمنځ د سولې د خبرو اووم پړاو ډېر ژر په دوحه کې پیل شی.

طالب او امریکایی چارواکو د خبرو دغه پړاو مهم بللى او د پام وړ پرمختگ هیله یې څرگنده کړې.

زلمى خلیلزاد وایی له طالبانو سره د خبرو اترو بل پړاو لپاره چمتوالى روان دى، خو پر دې هم ټینگار کوی چې دوى یوازې له افغانستان د امریکایی ځواکونو د وتنې لپاره د هوکړې په لټه کې نه دی بلکې د سولې د یو هر اړخیز تړون غواړی.

د ښاغلى خلیلزاد پر ټوېټر پاڼې خپاره شوی پیغام کې راغلی “د سولې هر اړخیز تړون له څلورو برخو جوړ دى چې ټول له یوه بل سره تړلی دی.”

ترهگرۍ ضد مبارزه، د ځواکونو وتل، د افغانانو خپلمنځۍ ناستې چې د سیاسی حل لارې لامل شی او تلپاتې اوربند د سولې د هغه تړون برخې بلل شوی چې ښاغلی خلیلزاد یې یادونه کړې.

زلمى خلیلزاد وایی طالبان هم د سولې له دغه راز طرحې سره سلا دی.

ظاهرا داسې برېښی چې د ښاغلی خلیلزاد دا څرگندونې ښایی په قطر کې د طالبانو د ویاند سهیل شاهین هغه ټوېټری پیغام ته غبرگون وی چې ویلی دی: “په مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپلې ټولې قواوې وباسی او په راتلونکې کې به په افغانستان کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول لاسوهنه نه کوی.”

زلمی خلیلزاد د ټینگار په ډول خپله هغه خبره یو ځل بیا کړې چې وایی “تر هغه چې په ټولو موضوع گانو هوکړه نه وې شوې، په هېڅ څه هوکړه نه ده شوې.”

سیمې ته د خپل سفر په پیل کې ښاغلی خلیلزاد هیله څرگنده کړې وه چې د سولې د خبرو په راتلونکی پړاو کې د سولې د طرحې دوه برخې وروستۍ کړی.

طالبانو او امریکایی پلاوی دواړو ویلی وو چې په اصولو کې له افغانستان د امریکایی ځواکونو پر وتلو او دا چې افغان خاوره به د امریکا او د متحدینو پر وړاندې نه کارېږی، هوکړه شوې خو پر جزییاتو یې کار ته اړتیا ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید