روزنامه اصلاح

خالد: له بهرنیو ځواکونو پرته هم د خپلې خاورې دفاع کولی شو

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست له دغه هېواد د امریکا ځواکونو وتلو ته په اشاره وایی، چې له بهرنیو ځواکونو پرته هم د خپلې خاورې دفاع کولی شی.
نوموړی ولسی جرګې ته د خپلې نوماندۍ د باور رایې ترلاسولو غونډه کې د خپلو پلانونو روښانولو وینا کې دا خبره وکړه.
اسدالله خالد وایی، افغان ملی اردو ۹۶ سلنه عملیات خپله کوی او یواځې څلور سلنه عملیاتو کې ور سره بهرنی ځواکونه همکاری کوی.
اسدالله خالد هم د قطر له خبرو ته په اشاره وویل، چې وسلوالو طالبانو له دې خبرو په ناوړه کارولو جګړې ته زور ورکړ. خالد وایی:
“موږ ډاډه نه یو چې دا خبرې به پایله ولری خو بیا یې هم مخالف نه یو. ”
د هغه په خبره، که سوله وشی بیا به هم افغان امنیتی ځواکونه د دې سولې ساتونکی وی.
د نوموړی دا خبرې له هغه وروسته دی چې امریکایی رسنۍ وایی، د دغه هېواد پوځ تمه لری چی ولسمشر ټرمپ له افغانستان او عراق د پوځیانو اېستلو امر وکړی.
د چارواکو په وینا افغانستان کې به د امریکایی پوځیانو شمېر د جنورۍ تر نیمایی له پنځو زرو تر دوه نیم زرو ته ټیټ شی او عراق کې به د دې پوځیانو شمېر له دریو زرو دوه نیمو زرو ته کم شی.
ولسمشر ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې کور ته د امریکایی ځواکونو د ستنولو خبره کوی او نورو هېوادونو کې د امریکا لاسوهنه ګرانبیه او بې اغېزې بولی.
د اسوشېټېډ پرېس خبری اژانس د رپوټ له مخې د تېرې اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې پوځی مشرانو ته د سرتېرو اېستلو د پلان په تړاو وویل شول.
چارواکو دې اژانس ته ویلی، په دې تړاو یو فرمان چمتو دی، خو لا قومندانانو ته نه دی سپارل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید