روزنامه اصلاح

حکیمی: له تاریخی ودانیو څخه دې د سنګر او جګړې ډګر په توګه استفاده و نه شی

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین هارون حکیمی په مشرۍ د «وسله والو شخړو په وخت کې د تاریخی او فرهنګی آثارو د ساتنې ملی کمېټې» غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین د هغو تاریخی ودانیو او لرغونو آثارو پر نه خوندیتوب خپله اندېښنه څرګنده کړه چې د جګړې او د وسله والو مخالفینو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې دی.
هغه څرګنده کړه چې د هېواد تاریخی ودانۍ او فرهنګی میراثونه د افغانستان د خلکو ملی او مقدسې پانګې دی او زیاتره دغه ودانۍ په اسلامی دورې پورې اړوند مقدس اماکن دی.
هارون حکیمی زیاته کړه: د دغو ملی پانګو ساتنه نه یواځې د دولت مسوولیت دی، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو مسوولیت دى او له دغو ودانیو څخه باید د سنګر او د جګړې ډګر په توګه استفاده و نه شی.
هغه دغه راز د افغانستان د خلکو د تاریخی شتمنیو د ساتنې په خاطر د «وسله والو شخړو په وخت کې د تاریخی او فرهنګی آثارو د ساتنې ملی کمېټې» او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هلوځلو ډاډ ورکړ.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخی آبداتو د ساتنې رییس عبدالاحد عباسی او د لرغونپېژندنې رییس نورآغا نوری په وار سره د هېواد د تاریخی ودانیو د وضعیت او هغو خطرونو په اړه چې دغه آثار ور سره مخ دی او همدارنګه د لرغونو ساحو د حالت، غیرقانونی کیندنو او له دغو ساحو څخه د آثارو د قاچاقو په اړه څرګندونې وکړې.
همدارنګه په دې غونډه کې د کمېټې غړیو د تاریخی ودانیو او لرغونو آثارو د ساتنې او د وسله والو مخالفانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د تاریخی آثارو د قاچاقو او د غیرقانونی کیندنو د مخنیوی د څرنګوالی په اړه خپلې نظریې او پېشنهادونه وړاندې کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید