روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ په ملی هنرستان کې د هنری اثارو نندارتون پرانیست.
د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې، دغه نندارتون د ملی هنرستان ریاست له لوری د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت جوړ شوى دى چې په کې د انځورګرۍ، خطاطۍ، میناتورۍ، خیاطۍ، کارتون د ماشومان د هنر (لاسی کار) د کمپیوټر ډیزاین او اوبدلو هنری اثار شامل دی.
د نندارتون د پرانېستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ خبرې وکړې او لومړى یې د تېرې شنبې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې رامنځته شوې د خپلې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وویل، چې د اوسنیو ستونزو او ناخوالو په زغملوسره سره بیا هم موږ نه نا هیلې کېږو خپلو خلکو او هېواد ته هیله من یو او زیار باسو څو په ناڅیزو امکاناتو سره د هېواد د پرمختګ، پراختیا او آبادى په لور پرمخ ولاړ شو.
حسینې ساپۍ په ټولنه کې د هنر او هنرمندانو رول ارزښتناک وباله او څرګنده یې کړه چې هنرمندان او ځوانان د فکر، هنر او قلم خاوندان دی او په خپلو همدغو وسایلو سره مبارزه کوی او په هغې ژمنې سره چې د خلکو او هېواد په وړاندې یې لری خپل احساس انځوری.
د ملی هنرستان رییس محمدهاشم شارق هم په خبرو کې د پروګرام په اړوند معلومات ورکړل او ویې ویل، د دې ترڅنګ چې د ملی هنرستان ریاست دغلام محمد میمنه ګی د زده کړییز مرکز د امریت د زده کوونکو د نقاشۍ، خطاطۍ، میناتورۍ، کارتون، د ماشومانو هنر(لاسی کار) د کمپیوټرډیزاین او اوبدلو اثار نندارې ته وړاندې شوی دی ، ٣٠ تنه ځوان انځورګران د غلام محمد میمنه ګی د هنری زده کړییز مرکز د زده کوونکو په ګډون د انځورګرۍ په سیالۍ لاس پورې کوی او په عملی او ژوندۍ بڼه د خپلواکۍ او آزادۍ په اړوند خپل احساس انځوروی.
شارق وویل، چې د سیالۍ په پایله کې، د حکم هیئت له څېړنې وروسته به درېیو غوره انځورګرانو ته نغدې جایزې ورکړاى شی.
دغه راز د غلام محمد میمنه ګی د هنری زده کړییز مرکز یوې زده کوونکې مریم مهرزاد د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ملی هنرستان له مشرتابه څخه په دې خاطر چې د هغوى لپاره یې د هنرونو د زده کړې زمینه برابره کړې ده ، مننه وکړه.
د مراسمو په پاى کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمدرسول باوری، د دغه وزارت سلاکاران، رییسان او یو شمېرمیلمانه هم حاضر وو، حسینې ساپۍ د هنری اثارو نندارتون پرانېست او ګډون والوهغه وکوت.