روزنامه اصلاح

حسینې ساپۍ په هېواد کې دکرونا ویروس د پراختیا د مخنیوی لپاره د خلکو پر پوهاوی ټینګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ د دغه وزارت د مشرتابه فوق العاده غونډه جوړه شوه او په هغې کې دکرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی په اړوند د خلکو پر پوهاوی  ټینګار وشو.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د دغه وزارت ټولو معینانو او یوشمېر رییسانو پکې ګډون کړې وو، په هېواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو په اړه خبرې وشوې.

  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی په خاطر بېلابېل پروګرامونه ترلاس لاندې نیولی او یو لړ اقدامات یې ترسره کړی دی.

هغې هغو اقداماتو ته چې په وزارت او اړوندو ریاستونو او دغه راز هغو تدبیرونو ته چې د عامه پوهاوی په خاطر په ملی کچه ترلاس لاندې نیول شوی اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې دکرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی په خاطر د زیاتو هلوځلو، سمون او د هر ولایت د زیان منلو کچې او د ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره په دې برخه کې د عامه پوهاوی کچې د لوړولو په  خاطر سملاسی  پروګرامونه او اقدامات ترلاس لاندې ونیول شی

حسینې ساپۍ د عامه پوهاوی او پیغامونو په خپرولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د خصوصی او دولتی رسنیو رول مهم وباله. هغې دغه راز  د عامه پوهاوی په ورکولو کې  د ځوانانو رول  ډیر ګټور وباله او په دې برخه کې  یې  د ځوانانو چارو معینیت ته دنده وسپارله چې دعامه پوهاوی او پیغامونو رسولو په خاطر  د رضاکارو ځوانانو شبکې له ظرفیتونو څخه استفاده وکړی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغه و زارت د اړوندو څانګو د یوشمېر رییسانو په ګډون یوه کمېټه  وګومارله  چې ډېر ژر د کرونا ویروس  د خپریدو د مخنیوی په خاطر هراړخیز پروګرامونه تدوین او تطبیق کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید