روزنامه اصلاح

حسینې ساپۍ د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د ښځود ځواکمنتیا په برخه کې د تجربو پر راکړې ورکړې ټینګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ چې د افغان ښځو پلاوی په مشرۍ یې اندونیزیا ته سفر کړى و؛ د خپلو کتنو په دوام د اندونیزیا د ماشومانو د ساتنې او د ښځو د ځواکمنتیا وزارت له معینانو سره یې هم وکتل.

په کتنه کې د اندونیزیا د ماشومانو د ساتنې او د ښځو د ځواکمنتیا وزارت معینانو د دغه وزارت د پروګرامونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه وزارت مسوولیت لری له نورو وزارتونو سره په همغږۍ کې ښځو ته د ګومارلو او کاری فرصتونو زمینه برابره کړی او دغه وزارت د اندونیزیا په ټولو ولایتونو او ولسوالیوکې سیمه ییز دفترونه لری چې د ښځو ستونزو ته رسېدنه وشی.

هغوى وویل چې دغه وزارت په پرمختیایی پروګرامونوکې د ښځو د ګډون لپاره په ولسوالیو او کلیوکې د ښځو د ځواکمنی کولو پروګرامونه ترسره کړی دی چې ښځې له دې لارې پر خپلو پښو ودرېږی.

وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ په خپلو خبروکې په بېلابېلو برخوکې د ښځو د ځواکمنی کولو لپاره د افغانستان د حکومت د پروګرامونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ښځو چارو وزارت یو پالیسۍ جوړوونکى وزارت دى او د ښځو د حقوقو د دفاع په لاره کې فعالیت کوی. د افغانستان دولت په دې برخه کې هغو کنوانسیونونو ته ژمن دى چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې تعقیبېږی.

حسینې ساپۍ همدارنګه د بشرحقوقو د خپلواک کمېسیون او د نورو ملی او نړیوالو بنسټونو په اړه چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع په خاطر فعالیت کوی؛ معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې همدا اوس کابو ٣٠٠ مېرمنې په عدلی او قضایی بنسټونوکې د وکالت دندې لری.

هغې زیاته کړه: د افغانستان په پارلمان کې څه ګڼ شمېر ښځینه وکیلانې لرو او ښځې په کابینه کې د وزېرې او د افغانستان په حکومت کې د معینې او سفیرې په کچه، په خدمت بوختې دی چې دا په خپله د افغان ښځو د ځواکمنی کولو په لاره کې د حکومت د قوی ارادې او ژمنې ښکارندویی کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید