روزنامه اصلاح

حسینې ساپۍ دسیمې هېوادونو ترمنځ دفرهنګی اړیکو په لازیاتې پراختیا ټینګار وکړ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  سرپرستې حسینې ساپۍ له یوشمیر هغو بهرنیو میلمنو سره  په کتنه کې چې«دازادی او تجدد دعلمبردار، علامه سید جمال الدین افغان» په علمی او څیړنیز نړیوال سیمینار کې  ګډون کړى وو، دسیمې دهېوادونو او په تیره بیا دګاونډیو هیوادونو ترمنځ دفرهنګی اړیکو په ټینګښت او پراختیا باندې  ټینګار وکړ .

  دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، په دې کتنه کې دهند، مصر او کویټې دپوهنتونونو یوشمیر استادانو او ژورنالیستانو چې په دې سیمینار کې دګډون په خاطر دوه ورځې مخکې کابل ته راغلی و، هم  شتون درلود .

دوى داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ددغه سیمینار جوړول یو نیک او ارزښتناک اقدام وباله او څرګنده یې کړه چې علامه سید جمال الدین افغان نه یواځې په افغانستان، بلکې دسیمې او نړۍ په هېوادونوکې هم ستر او پیژندل شوى شخصیت دى .

دغه راز هغوى داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې ددغه شان نړیوالو فرهنګی پروګرامونو په جوړولو کې زیاتې هڅې وکړی او دفرهنګی پروګرامونو جوړول یې دګاونډیو هېوادونو ترمنځ دفرهنګی مناسباتو په پیاوړتیا باندې ارزښتناک وباله .

  حسینې ساپۍ دازادی او تجدد دعلمبردارعلامه سید جمال الدین افغان په علمی او څیړنیز نړیوال سیمینار کې  دهغوى دګډون له امله چې دوه ورځې مخکې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په اهتمام په کابل کې جوړ شو، مننه وکړه او ویې ویل چې افغانستان دټیکاو او ثبات په لور په حرکت کې دى .

دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې  دسیمې دهېوادونو په تیره بیا دګاونډیو هېوادونو ترمنځ دفرهنګی اړیکو په لازیات ټینګښت اوپراختیا باندې ټینګاروکړ .

ممکن است شما دوست داشته باشید