روزنامه اصلاح

حسینه صافۍ: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو هنرمندان ستایی

د هنر د جشنوارې د جوړولو د کمیسیون غونډه پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې صافۍ په مشرۍ جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخېد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لری چې د هنر د جشنوارې په جوړولو سره د بېلابېلو برخو هنرمندان وستایی.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغه تصمیم په باب د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: موږ په پرتمین ډول د هنر جشنواره جوړوو، تر څو د بېلابېلو برخو هنرمندان وستایل شی.

په دې غونډه کې د هنر د عالی شورا مرستیال تیمورشاه حکیمیار د جشنوارې د جوړولو په باب معلومات ورکړل .

په دې غونډه کې د بېلابېلو ادارو استازو خپلې نظریې او پیشنهادونه وړاندې کړل او پریکــړه وشوه چې په راتلوونکی غونډه کې وړاندې شوی پیشنهادونه او د جشنوارې د جوړولو د نېټې په باب خبرې اترې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید