روزنامه اصلاح

حسینه صافۍ: داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د ښځینه کارکوونکو ستونزې، نظریې او غوښتنې به وڅیړلې شی 

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او نوماند وزیرې حسینه صافۍ په یوه غونډه کې په دغه وزارت کې دښځینه کارکوونکو ستونزې، نظریې او غوښتنې واوریدې .

دباختر اژانس دخبرله مخې، په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه غونډه داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې دښځینه کارکوونکو د ستونزو، غوښتنو او نظریو دڅیړنې په خاطر جوړه شوه چې دښځینه کارکوونکو دستونزو، نظریو او غوښتنو له اوریدو وروسته ددې وزارت دتوان په حدودو کې دستونزو دڅیړنې او حل کولو په خاطر عملی اقدامات وشی .

  میرمن صافۍ  زیاته کړه چې دافغانستان ښځې یواځې هغه ښځې نه دی چې له ستونزو سره مخامخې دی، بلکې په ټوله نړۍ کې  ښځې ستونزې لری . خو توپیر دادى چې هغه ښځې په خپله  طرحې جوړوی چې څه ډول وکولاى شی په همغږى سره خپلې ستونزې حل کړی او ثابته کړی چې له خپلو ورونو سره  برابر ظرفیت او استعداد لری .

  دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ددې تر څنګ چې له ښځو سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ، ویې ویل چې په نفس اعتماد کولاى شی، چلنجونه له لارې څخه لرې کړی او په دغه وزارت کې له ښځینه کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې په خپل نفس په قوی اعتماد سره پرمخ لاړې شی، ظرفیت جوړونه وکړی او لوړو مقامونو ته ورسیږی.

په دې غونډه کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو رییسې نجیبې مرام او ددغه وزارت دخلکو دفرهنګ رییسې  محبوبې بابکرخیل په دغه وزارت کې دښځینه کارکوونکو د کړنو، لاسته راوړنو او دهغوى دلارې پرسر دپرتو ستونزو په باره کې  خبرې وکړې او ویې ویل چې دښځو ترمنځ  ښه فرصتونه شتون لری چې باید هغو ته پاملرنه وشی او هغوى ته  فرصت ورکړى شی .

دغه راز په دې غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بېلابېلو برخو څخه یوشمیر ښځینه کارکوونکو خپلې یولړ ستونزې غوښتنې، نظریې او وړاندیزونه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې سره شریک کړل او ددغه وزارت په بېلابېلو چارو کې ښځو ته دوندې ورکول یې دچارو په ښه والی کې اغیزمن ګام وباله .

   په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ ددغه وزارت دښځینه کارکوونکو دستونزو، نظریو، غوښتنو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دهغو ښځو ستونزې چې په دغه وزارت کې کارکوی به وڅیړلې شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید