روزنامه اصلاح

حسینه ساپۍ: موزیمونه د فرهنګ او تاریخ منعکس‌کوونکی دی

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ داندونیزیا دملی موزیم له رییس سره په کتنه کې دافغانستان اواندونیزیا دموزیمونو ترمنځ داړیکو په لازیات ټینګښت او پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دافغانستان ملی موزیم دتاریخ له بېلابېلو دورو څخه داثارو په لرلو سره په

سیمه او نړۍ کې له معتبرو او بډاىی موزیمونو څخه دى، چې دنړۍ دسیلانیانو دپاملرنې وړګرځېدلى دى .

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې، ملی موزیمونه دهېوادونو دفرهنګ اوتاریخ منعکس کوونکی وبلل او زیاته یې کړه چې دافغانستان دملی موزیم مسوولین هلې ځلې کوی چې دهېواد ځوان نسل دافغانستان په ملی موزیم کې له ساتل شویو اثارو سره بلد شی او په دې وروستیو وختونو کې دبلخ، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کې دموبایل موزیم دپروګرام په ترسره کولو سره دغه زمینه برابره کړې، چې دغه بهیر به دافغانستان په نورو ولایتونوکې هم دوام وکړی .

داندونیزیا دملی موزیم رییس په خپلو خبرو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګی راکړې ورکړې په تېره بیا دموزیم په برخه کې په فرهنګی تبادلې ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید