روزنامه اصلاح

حسینه ساپۍ: داطلاعاتو او فـــرهنګ وزارت په واحده خپرنیزه پالیســـی کار کوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون د خبریالانو د ملی ورځې د لمانځنې مراسمو کې ګډون او ونیا وکړه. په دې مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول او د کابل او ولایتونو یو شمېر خبریالانو په کې حضور درلود، په پیل کې د جمهوری ریاست دفتر عمومی ریاست د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمدهارون چخانسوری وویل، د دې مراسمو موخه د بیان د ازادۍ درناوی او د هیواد د خبریالانو ملاتړ دی.

ورپسې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینه ساپۍ د خبریالانو د ملی ورځې د مبارکۍ ترڅنګ اطلاعاتو ته د لاسرسی حق د قانون توشیح، د خبریالانو د ملاتړ صندوق ایجاد او اطلاعاتو ته د لاسرسی خپلواک کمېسیون جوړول لوی لاسته راوړنې وبللې او زیاته یې کړه، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هیواد رسنیزو بنسټونو سره په همغږۍ په واحده خپرنیزه پالیسی کار کوی، تر څو د نشراتو برخه کې ښه انسجام راشی. وروسته د افغانستان د خبریالانو ملی اتحادیې اجرایی رئیس فهیم دشتی د خبریالانو په استازیتوب د افغانستان خلکو، خبریالانو او د شهیدو خبریالانو کورنیو ته د خبریالانو د ملی ورځې مبارکی وویله. د افغانستان د خبریالانو ملی اتحادیې اجرایی رئیس د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالی، د رسنیو د مالیاتی جرایمو معافیت، اطلاعاتو ته د لاسرسی حق قانون توشیح قضایاوو ته د رسیدګی په برخو کې د رسنیزو بنسټونو او حکومت د ګډو فعالیتونو او د خبریالانو ملاتړ صندوق سره د مرستې قدردانی وکړه. دشتی د خبریالانو د ملاتړ صندوق ته د مرسته شویو پیسو د نه رسېدو، اطلاعاتو ته د لاسرسری خپلواک کمېسیون ته د بودجې د نه انتقال، په مقرره د خبریالانو د مصئونیت طرزالعمل د بدلېدو، د دولتی مقاماتو له لوری خبریالانو سره د تاوتریخوالی، د خصوصی سکتور کارکوونکو لپاره د تقاعد د تضمین مقررو تصویب او د رسنیو د تاسیس د طرز مقررې بشپړ تطبیق په اړه ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

په دې مراسمو کې په ستراتیژیکو او عامه اړیکو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار وحید عمر هم خبرې وکړې او د خبریالانو د ملی ورځې د مبارکۍ ترڅنګ یې وویل، د خبریالانو ښه تقدیر هغوی ته معلوماتو ته د لاسرسی زمینه برابرول دی. هغه زیاته کړه، په حکومت کې د معلوماتو رسولو د مسوولینو په توګه به کوښښ وکړو چې پر معلوماتو د مالکیت فرهنګ بدل کړو. جمهوررئیس غنی د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان د رسنیو ټولنې ته د خبریالانو د ملی ورځې مبارکی وویله او زیاته یې کړه، د علامه محمود طرزی، غلام محی الدین انیس، ګل پاچا الفت او ټولو خبریالانو له مبارزو ۱۱۰ کاله وروسته چې په سختو شرایطو کې یې هلې ځلې وکړې، په تقویم کې دا ورځ شاملېږی او دا د ملت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل، نن د دولت او رسنیو ترمنځ نوی ایجاد شوی مناسبات نمانځو چې دا په هیواد کې د ولسواکۍ نظام پیاوړتیا او همغږی ښیی. هغه زیاته کړه، نن د اقتصاد او ټولنې برخو کې اطلاعات داخل شوی او د هیواد د اقتصاد څرخ او ټولنه له معلوماتو پرته حرکت نه کوی. جمهوررئیس غنی د خبریالانو د ملاتړ صندوق ته په اشارې وویل، د دې صندوق پیسې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کال بودجې څخه صندوق ته انتقالېږی او د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې او اطلاعاتو ته د لاسرسی خپلواک کمېسیون غړو څخه یې وغوښتل چې معلوماتو ته د لاسرسی پر وړاندې خنډونه تشخیص کړی.

جمهوررئیس وویل، ازادی سپېڅلې ده او هر دولتی مقام چې خبریالانو سره تاوتریخوالی وکړی، څارنوالۍ ته معرفی او مجازات کېږی. هغه زیاته کړه، د زورواکۍ فرهنګ باید ختم شی او ستونزې په تهدید نه، بلکې په افهام او تفهیم د حلېدو وړ دی. د هیواد جمهوررئیس له رسنیو څخه وغوښتل چې د هیواد د ملی خپلواکۍ د سلیزې د لمانځنې په درشل کې باید د علامه محمود طرزی، عبدالهادی داوی، عبدالحی حبیبی او د افغانستان د ټولو خبریالانو او نخبه ګانو نظریات او د لید طرز خلکو ته ور وپېژندل شی. هغه زیاته کړه، سوله او د بیان ازادی باید په یو ملی بحث بدل شی او موږ ټول باید مسوولیت منونکی واوسو. په دې مراسمو کې  جمهوررئیس غنی د معلوماتو رسولو په برخه کې د هیواد د یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو خدمتونو ته د درناوی په موخه هغوی ته دولتی مډالونه ورکړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید