روزنامه اصلاح

حسن روحانی: له روانو اقتصادی ستونزو سره د مقابلې لپاره باید د سیاسی ډلو ترمنځ یووالی راشی

د ایران ولسمشر حسن روحانی ویلی دی چې په دې هېواد کې له روانو اقتصادی ستونزو سره د مقابلې لپاره باید د سیاسی ډلو ترمنځ یووالی راشی.

ولسمشر حسن روحانی وویل چې د ایران د دښمنانو له خوا دا فشار د اسلامی انقلاب په تاریخ کې بې ساری دی.

د ایران د دولتی خبری اژانس ایرنا د راپور له مخې ښاغلی روحانی د بېلابېلو سیاسی ډلو فعالانو ته په وینا کې همداراز وویل، نشی ویلای چې اوسنی شرایط د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ کلونو ترمنځ د ایران او عراق د جګړې تر کلونو ښه دی که بد، خو ده زیاته کړه چې هغه مهال ایران په بانکونو، د تېلو د خرڅلاو او د وارداتو او صادراتو په برخو کې ستونزې نه لرلې او یوازې د وسلو په رانیولو کې له بندیزونو سره مخامخ و.

خو روحانی په عین حال کې وویل چې دی له دې ټولو ستونزو سره سره ناهیلی نه دی، راتلونکی ته ډېر هیله مند دی او باور لری چې که د سیاسی ډلو ترمنځ یووالی راشی نو دا سخت شرایط به په اسانه تېر شی.

په ایران کې اقتصادی بحران په تېر یوه کال کې تر ډېره وروسته له هغه پراخ شو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له اټمی موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او هغه بندیزونه یې بیا ولګول چې د اټمی موافقې له لاسلیک وروسته لغوه شوی وو.

د ایران د تېلو او وسپنې پر صادراتو د بندیزونو هدف دا دی چې پر دې هېواد فشارونه زیات شی او د هغو اقداماتو بندولو ته اړ وځی چې واشنګټن یې ورانکار فعالیتونه بولی.

متحدایالات وایی، ایران د اټمی وسلو د جوړولو هڅه کوی او په سیمه کې د ترورېستی ډلو ملاتړ کوی خو تهران دا تورونه ردوی.

د امریکا د بندیزونو په نتیجه کې په ایران کې د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون خورا زیات شوی، د خوراکی مواد بیې ډېرې لوړې شوی او حتی څو ځلې د خصوصی او دولتی ادارو کارکوونکی د مظاهرو لپاره واټونو ته راووتل څو د کار د شرایطو، د تنخواګانو په ترلاسه کولو کې د اوږده ځنډ او حتی کله ناکله نه ترلاسه کولو پر وړاندې اعتراض وکړی.

روحانی له یوې خوا د افراطی مشرانو له انتقادونو سره مخامخ دی او له بلې خوا خپلو منځلارو متحدانو لاس ترې اخیستی دی.

په همدې حال کې امریکا په خلیج او منځنی ختیځ سیمو کې د خپل پوځی حضور د پیاوړی کولو په حال کې ده څو د هغه څه په وړاندې چې واشنګټن یې د ایران زیاتېدونکی ګواښ بولی، مقابله وکړی. پنټاګون د جمعې په ورځ وویل د USS Arlington په نوم یوه بله جنګی بېړۍ سیمې ته استوی څو د ابراهام لینکن په نوم له مخکنۍ بېړۍ سره یوځای شی او همداراز څو B-52 بم غورځوونکې الوتکې یې هم سیمې ته استولې دی.

متحدایالات د استخباراتی معلوماتو پربنسټ وایی چې ایران په سیمه کې د حملو پلان لری.

د ولسمشر ټرمپ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران ته خبرداری ورکړی چې که د امریکا او د امریکا پر متحدانو حمله وکړی، نو په ځپونکی ځواک به وځپل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید