روزنامه اصلاح

جینوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی مرستندویه کنفرانس پیل شو

د “افغانستان ۲۰۲۰” دوه ورځنی لوی مرستندویه کنفرانس پرون د سویس په جینوا کې پیل شو.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره یو څلور کلن پروګرام شریکوی او تمه لری چې همکاری ورسره وشی.
د افغان حکومت په دغه څلور کلن پروګرام کې، پایښتی سولې، خوراکی خوندیتوب، بېوزلۍ سره مبارزه، د دولتی بنسټونو ځان بسیاینه، پرعایداتی سرچینو پانګونه او کرونا ویروس سره مبارزه شامله ده.
د ولسی جرګی غړی نعمت الله کریاب وایی: “د نړۍ وضعیت ته په کتو ښکاری چې مرستې به د پخوا په شان نه وی او اوسنی مرستې به په شرایطو ورکوی، او ښه هم دا ده چې شرایط ډیر سخت شی ترڅو یو ملموسه پایله ورکړې او د افغانانو په خیر تمامه شی.”
د ولسی جرګې بل غړی حفیظ الله جلیلی وویل: “د جینوا کنفرانس به یوه ډېره ښه لاسته راوړنه وی خو که افغانان وکولی شی په ښه توګه ګټه ترې پورته کړې، هغه مرستې چې نړیواله ټولنه یې د جینوا کنفرانس کې تصمیم لری د افغانانو لپاره به ډېرې ښې وی.”
د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلنډ او ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی چې پکې د نږدې سلو دولتونو او سازمانونو استازو ګډون کړی دی. تمه ده چې په دی کنفرانس کې د پایداره سولې جوړونې، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ټولنیزو او بنسټیزو تګلارو او اقتصادی لومړیتوبونو او د مرستو په اغېزمنتیاوو بحثونه وشی.
په دویمه ورځ بیا چې د سهار په نهو بجو پیلېږی. افغان ولسمشر اشرف غنی او د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتیریش له مهمو ویناوالو څخه وی.
امریکا متحده ایالتونه چې د افغانستان له لویو تمویلونکو او ستراتیژیکو متحدینو دی وار دمخه اعلان کړی چې په جینوا کنفرانس کې به د خپلو مرستو له تازه کولو ډاډ ورکړی.
په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان هم تمه لری، چې په دغه کنفرانس کې نړیوال له افغانستان سره د پراخو مرستو ژمنې وکړی.
د کابل ښار اوسېدونکی ظفر وایی: “دا کنفرانس موږ ته ډېر مهم دی، ځکه چې افغانستان مخ په پراختیا هېواد دی، نو مالی ملاتړ ته موږ ډېره اړتیا لرو، موږ باید د دې کنفرانس له لارې نور مرستندوی ملاتړې هېوادونو پیدا او راتلونکی څلور کلونو کې دا مرستې په ښه توګه ولګوو.”
د دې ښار بل اوسېدونکې فریبا وویل: “که په دې کنفرانس کې د افغانستان په اړینو موضوعاتو لکه ټولنیزو، سیاسی او اقتصادی مسایلو، هر اړخیز بحث وشی او په یادو برخو کې د ستونزو د حل لپاره کافی بودیجه په پام کې ونیسی، نو د کار کولی شی د افغانستان راتلونکی څلور کلونه یو څه تضمین کړی.”
تېر ځل په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالې ټولنې په بروکسل کې د افغانستان په اړه لویه مرستندویه غونډه کړې وه چې پکې د ۱۵ میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو مرستو ژمنه وشوه.
د چارو شنونکی له دې ډلې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد پوهاند بشیر دودیال بیا په دې نظر دی، چې په تېره کې د دغو نړیوالو مرستو په لګولو کې پراختیایی موخو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده او په کار ده دا، ځل افغان حکومت دې موضوع ته جدی پام وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید